د بېلټ اېنډ روډ په نتيجه كښې پرمختګ سره سره به افغانستان له د مشتركه پرمختګ موقع په لاس ورشي۔سي پېك اتهارټۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالخال د منصور

اسلام آباد17ستمبر (اے پي پي) سي پېك اتهارټۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال خالد منصور وئيلي دي چې د سي پېك منصوبه د چين او پاکستان شريكو مفاداتو سره سمه دهكوم چې د پاكستان د معيشت د پرمختګ په اهم منصوبو كښې يوه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده چائنا ميډيا ګروپ سره خپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل سي پېك پروژه په دوېم پړاٶ كښې داخله شوې ده٬ په دې پړاو كښې به زراعت٬ ټېكسټائل ٬ مېډيسن جوړول او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پسمول په بېلا بېلو څانګو كښې خاص اقتصادي زون كښې كار كولو لپاره د چين كاروباري ادارې رابللې شي چې ورسره به په پاكستان كښې د صنعتي او مېنوفېکچرنګ مركزونو جوړېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل د بېلټ اېنډ روډ په نتيجه كښې به پرمختګ سره سره به افغانستان له د مشتركه پرمختګ موقع په لاس ورشي۔ د مشتركه رابطه كمېټۍ (جے سي سي) لسمه غونډه به د سمتبر په پائې كښې كېږي۔ ده د سي پېك د دوېم پړاٶ له مخې د تعمير او پرمختګ په لړ كښې وړاندې تګ لپاره د پاكستان عزم رامخې ته كولو سره ووئيل دې سره به ځائي اولس ته د ملازمت بلها موقعې پېدا شي