د منطقې په كچه تجارت٬ سرمايه كارۍ او د روابطو ودې لپاره اېس سي او اهم پلېټ فارم دے۔ د شاه محمود قرېشي په دوشنبے كښې ځائي او نړيوالې ميډيا سره خبرې

اسلام آباد17ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د منطقې په كچه تجارت٬ سرمايه كارۍ او د روابطو ودې لپاره اېس سي او اهم پلېټ فارم دے٬ هند دې د سپائيلر كردار ترك كړي او د امن د هڅو برخه دې جوړ شي۔ د جمعې په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غونډه او په سيمه ايز صورتحال په دوشنبے ځائي او نړيوالې ميډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير ووئيل كاسا 1000 ٬ تاپي ګاز پائپ لائن او د رېل لنك منصوبې ګردې منطقې لپاره يو ډول ګټورې ثابتېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان او تاجکستان ژورې اړيكې لري۔ ده ووئيل د اېس سي او مشرانو غونډې په مهال د پاکستان، روسيه، ايران او د چين د خارجه وزيرانو غونډه شوې٬ په دې غونډه كښې د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ مونږ د منطقې امن او استحكام لپاره د شريكې لائحې خپلولو په حاجت اتفاق كړے ۔ خارجه وزير يادګيرنه وركړه چې كه افغانستان كښې صورتحال خراب شي نو نړيوال ترهګرو تنظيمونو ته د خپل نېټ ورك زياتولو موقع په لاس راتللې شي۔ ده ووئيل افغانستان د تېرو دوه كالو راهسې د قحط كېفيت سره مخ دے كه د دې مخنيوي ونه كړې شو نو په افغانستان كښې انساني بحران سر پورته كولې شي۔ ده ووئيل د شنګهائي مرستې تنظيم د دې غونډې د لارې مونږ مشاورت سره په سيمه ايزه كچه د افغانستان پحقله شريكه لائحه جوړولې شو٬ زه دا رائې لرم چې بايد هند په پاکستان د تورونو لګولو رويه پرېږدي او نوې حقيقت سره دې مخ شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې رامخې ته پېښو او حالاتو بنيادي ذمه واري د افغانستان په پخواني ناكامو واكدارانو راځي٬ هند په دوحه كښې د ترسره شوي بين الافغان مذاکراتو د كاميابۍ په لاره كښې لوے خنډ ٶ٬ هند له پكار دي چې د سپائيلر كردار ترك كړي او د منطقې د امن او استحكام خيال ساتلو په خاطر د امن د هڅو برخه جوړ شي