د افغانستان په وضعه د تاجکستان کردار ډېر اهم دےد اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د وزيراعظم تاجكستان دورې پحقله بريفنګ

دوشنبے 17 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د افغانستان په وضعه د تاجکستان کردار ډېر اهم دے٬ وزيراعظم دا خواهش لري چې پاکستان او تاجکستان د افغانستان د بېلا بېلو نسلون ډلې يو بل ته نزدې كولو كښې خپل كردار ولوبوي۔ دا خبرې د جمعې په ورځ د د وزيراعظم تاجكستان دورې پحقله د بريفنګ په مهال كړې۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم به نن په دوشنبے كښې د شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې ته وېنا كوي او په دې موقع به خارجه وزير شاہ محمود قرېشي، د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف او د پاکستان سفير به هم موجود وي۔ ده ووئيل چې شنګهائي مرستې تنظيم مشرانو غونډې به وزيراعظم د تاجکستان صدارتي ماڼۍ ته ځي او هلته به د تاجکستان صدر سره مذاكرات كوي۔ ده ووئيل د افغانستان په صورتحال د تاجكستان كردار انتهائي اهم دے۔ وفاقي وزير ووئيل نننۍ ورځ ډېره اهمه ده٬ وزيراعظم دا خواهش لري چې پاکستان او تاجکستان د افغانستان د بېلا بېلو نسلون ډلې يو بل ته نزدې كولو كښې خپل كردار ولوبوي