د امن نړيواله ورځ:د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې كشمير كښې رياستي ترهګري، كشميريانو ته د خپلواكۍ د حق وركولو نه مسلسل انكار

تحرير:هلال احمد
ترجمه: جنت ګل
اسلام آباد16ستمبر (اے پي پي) د پاکستان پشمولګرده نړۍ كښېد امن نړيواله ورځ د ستمبر په 21مه نيټه لمانځلې كېږي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دا ورځ د امن نظرياتو لپاره د وقف كولو ورځ ګرځولې ده، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د كورونا وائرس وباء په تناظر كښې تېر كال په مارچ كښې شخړو سره په مخ هېوادونو او منطقو كښې د جنګ بندۍ اپيل كړے ٶ او سږ كال په فرورۍ كښې سلامتي كونسل په متفقه توګه يو قرارداد منظور كړے چې پكښې د غړو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې ھغوي دې ځائي شخړو لپاره د “مسلسل انسانيهمدردي” ملاتړ وكړي. د نړيوالو جنګۍ قوانينو احترام دې دوام دار وساتلې شي چې په شخړو كښې د راګېر اولس ژوند بچ كولو لپاره د كورونا واكسين او درملنې ته رسنه ترلاسه كړې شي۔ د ملګرو ملتونو د دې اپيل باوجود هند د كورونا وائرس په شا خپل غېر قانوني تسلط لاندې كشمير كښې د رياستي ترهګرۍ كاروائۍ كوي او كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو نه پرله پسې انكار كوي۔

د ملګرو ملتونود سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې كشمير يو شخړيزه سيمه ده، هند په كشمير په كال 1947 كښې په زبردستۍ قبضه كړې وه حالانكه د نيمې وچې د تقسيم په اصولو كښې دا خبره شوې وه چې مسلم اكثريتي سيمې به پاكستان او د هندو آبادۍ سيمې به هند سره شاملې وي، د دې اصولو له مخې د كشمير رياست له په پاكستان كښې شاملول پكار ٶ، د دې تش په نوم الحاق دملګرو ملتونو سلامتي کونسل رد كولو سره کشمير كښېد رائې شميرنې په حقكښې يو شمېر قراردادونه منظور كړي دي،د ملګرو ملتونود سلامتي کونسل په 13م اګست 1948ءاو د جنورۍ په 5مه نيټه كال 1949ء كښې خپلو قراردادونو كښې كشميريانو سره لوظ كړے ٶ چې دوي ته به د رائې شمېرنې موقع وركولې شي، د كشمير شخړه په نړيواله كچه منل شوې متنازعه مسئله ده كومه چې د كشميريانو د خواهشاتو او د دې د تاريخي پس منظر له مخې حل كول پكار دي.کشميريان يو امن خوښونكې قام دے٬ د بې مثاله قربانۍ وركولو باوجود كشميريان د اوږدې مودې تېرېدو باوجود د آزادۍ د حق نه محروم دي، د هن د ضد او زورواكې په سبب د سوئيلي آسياء ټوله منطقه عدم استحكام سره مخ ده. د هندي واكمنو د توسيع پسندانه عزائمو له مخې په منطقه كښې وينې بهېږي، هند تر اوسه د كشمريانو او د نړيوالې ورورولۍ د خواهشاتو په احترام كښې پاتې راغلے دے ٬ د كشمير كشالې يواځنې٬ اوږد او مستقل حل صرف د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې استصواب رائې سره ممكن دے٬ د استصواب رائې له مخې كه كشميريان پاكستان سره د الحاق پرېكړه كوي نو هند ته په دې اعتراض كول پكار نه دي. د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره كشميريان او حريت قيادت قربانۍ وركوي، هندي واكداران د كشميريانو د آزادۍ تحريك په ضد بدترين چالونه استعمالوي او هندي ميډيا د حريت پسند مشرانو په ضد بې بنسټه پروپېګنډې كوي. د هند دا ناوړه چالونه آزادي پسند قيادت د حق ګوئۍ څخه لاس په سر كولې نشي۔
هندي واكمونو په كشمير خپل تلسط قوي كولو لپاره په پنځم اګست كال 2019 د غېر قانوني او غېر آئيني اقدام د لارې د مقبوضه رياست خاص حېثيت ختم كړے دے خو د دې باوجود هند ته په نړيواله كچه ملاتړ ترلاسه نه شو، د دې اقدام په نتيجه كښې د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو، په اروپائي پارلمان او نورو نړيوالو فورمونو بحث شوے، د وزيراعظم عمران خانپه مشرۍ كښې پاکستاني واكمنو هم دا مسئله په بشپړه توګه رامخې ته كړې ده، هندي واكداران په هندوتوا پاليسۍ عمل كوي، كومه چې بې نقابه كولو ته اړتيا ده۔ د كشمير كشاله د هند او پاكستان ترمېنځه دوه اړخيزه مسئله نه بلكې دا يوه منل شوې نړيواله شخړه ده٬ملګرو ملتونو او سلامتي کونسل دوه مخې معيار خپل كړے دے، په ختيځ تېمور او سوئيلي سوډان كښې د رايو شمېرنه كېږي او کشميريانو ته دا حق نه وركولې كېږي. د امريکې او نورو هېوادونو هند سره تجارتي مفادات تړلي دي نو ځكه دوي په مقبوضه کشمير كښېد بشري حقونو په كېدونكو خلاف ورزو سترګې پټې كړې دي۔ امريكې او نورو طاقت لرونكو هېوادونو د كشمير پحقله د هندي اقداماتو غندنه نه ده كړې كومه چې د افسوس وړ خبره ده۔

په مقبوضه کشمير كښېد هند لخوا د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزو باوجود كشمريانو خپلې هڅې جاري ساتلې دي. د کشميريانو د آزادۍ تحريك سره غېر متزلزل تړون د هند ناوړه منصوبې خاورې كړې دي او دوي به خپلې هڅې تر منزل ترلاسه كولو دوامدارې ساتي٬ د مودي سركار په پنځم اګست كال 2019 د غېر قانوني اقدام نه پس په برتانيه كښې كشمير لپاره آل پارټيز پارلمانيګروپ څو ځله د هند څخه غوښتنه كړې ده چې د ھغوي پلاوي ته دې د مقبوضه کشميرد دورې اجازه وركړې شي خو هند دې له تيار نه دے. هند د كشمير خاص حېثيت ختمولو سره ادعا كړې وه چې ھغوي به سوكالي٬ جهوريت او پرمختګ راولي. د هند دا ټولې ادعاګانې بې بنياده ثابت شوې دي٬ د کورونا وائرس وبا په شا په مقبوضه کشمير كښې کرفيو لګول شوې او په اولس ظلمونه كېږي. هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو كښې ككړ دے.د مقبوضه کشمير خاص حېثيت ختمولو غېر قانوني هندي اقدام د غندنې وړ دے، د پنځم اګست د ظالمانه اقدام نه پس په مقبوضهسيمه كښې سخت لاك ډاٶن لګولې شوې او په مارچ كال 2020 كښې د كورونا وائرس وباء نه پس دا لا سخت كړے شوے۔ هند په سيمه كښې د ځوانانو قتل عام كوي او نړيواله ورورولي د دې هېڅ نوټس نه اخلي. هند د حريت كنفرنس ټول قيادت په زندانونو كښې په غېر قانوني توګه نظر بند ساتلے دے، د ستمبر په پېل كښې د حريت قائد سيد عليګېلانيپه خپله استوګنه كښې د حراست په مهال پحق رسېدلے او ھغه په زبردستۍ ښخ كړے شوے. د دې نه وړاندې د حريت كنفرنس سينئر لارښود محمد اشرف صحرائي هم په زندان كښې پحق رسېدلے ٶ۔ په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو موجوده صورتحال او په دې ورستيو كښې هندي اقداماتو هند په بشپړه توګه بې نقابه كړے دے۔ ضرورت د دې خبرې دے چې نړيواله ورورولي په خاص توګه ملګرو ملتونه کشميريانو ته د دوي د خپلواكۍ جائز حق وركولو لپاره خپل موثره كردار ولوبوي چې ورسره به په نړيواله كچه د امن نظريات وده وكړي