په سوئېلي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 5 ترهه ګر ووژل شول

پېنډي15ستمبر (اے پي پي)په سوئېلي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې پنځه ترهه ګر وژلې شوي او د ډزو په تبادله كښې 7 اهلكار شهيدان شوي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانكې(آئي اېس پي آر) له مخې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو د شتووالي په اطلاع د سوئېلي وزيرستان په سيمه كښې عمليات كول۔په عملياتو كښې پنځه ترهه ګر وژلې شوي۔د ډزو په تبادله كښې 7 پوځي اهلكار هم شهيدان شوي۔په سيمه كښې د ترهه ګرو خاتمې لپاره محاصره او عمليات اوس هم رواندي