مونږ په پي اېم ډي اے مشاورت كوٶ۔ د فرخ حبيب د اطلاعاتو او خپرونو ذيلي كمېټۍ ته په پي اېم ډي اے فرېم ورك بريفنګ

APP02-150921 ISLAMABAD: September 15 - Farrukh Habib, Minister of State for Information and Broadcasting talking to media outside Election Commission of Pakistan. APP

اسلام آباد15ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتواو خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي دا هم فېك نيوز دے چې په پي اېم ډي اے كوم آرډيننس راوړو يا كومه مسوده تياره ده، مونږ په پاکستان ميډيا ډويلپمنټ اتھارټۍ ( پي اېم ډي اے) مشاورت كوٶ٬ د ذيلي كمېټۍ مشرې مريم اورنګزېب لخوا په احتجاجي كېمپ كښې پي اېم ډي اے بلېك لاء ګرځولو سره رد كړې٬ څومره به ښه وي چې د ذيلي كمېټۍ مشرې غېر جانبداره پاتې كېدو سره خپل موقف په دې فورم وړاندې كړې وې٬ مونږ دا توقع لرله چې په مشاورتي عمل كښې د معني حېز بحث سره مخ په وړاندې لاړ شو٬ د پي اېم ډي اے له مخې د ميديا پحقله ادارې د يوې چهترۍ د لارې راتللو نه پس به يو ملازم نه فارغ كېږي۔ ده د شورو په د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ ذيلي كمېټۍ ته د پي اېم ډي اے په فرېم ورك بريفنګ وركولو. د ذيلي كمېټۍ غونډه د چيئرپرسن مريم اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د كمېټۍ غرو كنول شوذب او نفيسه شاه هم موجود وې۔په غونډه كښې د پي بي اے، سي پي اېن اي، اے پي اېن اېس، پي اېف يو جے او د صحافتي تنظيمونو عهدېدارو ګډون وكړو او خپل خپل تجويزونه ئې وړاندې كړل۔ فرخ حبيب ووئيل پي اېم ډي اے فرېم ورك پي بي اے، اے پي اېن اېس، سي پي اېن اي او د هېواد پنځو لويو پرېس كلبز او پي اېف يو جے پشمول ټولو شراكتدارو سره مشاورت شوے۔ ده ووئيل پېمرا، اے بي سي، پرېس رجسټرار،پرېس کونسل،موشن پېکچراو نورې د ميډيا پحقله ادارې دي٬ دا د پي اېم ډي اے د چهترۍ تر لاسه يو ځائ كوٶ، دې سره به نه يوازې بجټ كم شي بلكې په پراسېس كښې به آسانۍ پېدا شي۔ ده ووئيل په ميډيا کمپلېنټ کمېشن كښې اليکټرانك، پرنټ او ډيجيټل ميډيا سره تړون لرونكي خبريالان او ميډيا وركرز په درخواستونو به په 21 ورځو كښې پرېكړه كېږي او دا پرېكړه په ميډيا ټرېبونل كښې چېلنج كېدې شي چرته چې به په دې په 21 ورځو كښې پرېكړه كېږي، پي اېم ډي اے به په هېڅ صورت كښې په ميډيا کمپلنټ کمېشن په هېڅ صورت كښې نه اثر انداز كېږي۔ ده ووئيل ميډيا کمپلنټ کمېشن به په لاهور٬ ملتان، سکھر، کراچۍ ،کوئټه،پېښور او اسلام آباد كښې موجود وي۔ ده ووئيل د او ټي ټي په پلېټ فارم زمونږ ځائي کانټېنټ بيخي نشته٬ مونږ پي اېم ډي اے لپاره آف كام٬ سنګاپور او د ماليزيا د ماډل نه راهنمائي اخستې ده۔ ده ووئيل خبريالان او ميډيا وركرز مطالبه كوي چې د نتخاګانو او وېج بورد مسئله حل شي۔ ده ووئيل دا هم فېك نيوز دے چې په پي اېم ډي اے كوم آرډيننس راوړو يا كومه مسوده تياره ده۔ فرخ حبيب ووئيل نن پېمرا او د پرېس کونسل پشمول موجوده قوانين د مضبوطولو خبره شوې ۔ ده ووئيل چې ډيجيټل ميډيا په ټېكس نېټ كښې راولو، او ټيټي پليټ فارم ته ليګل كور وركول غواړو٬ د ډيجيټل ميډيا لائسنسنګ نه كوٶ دوي له به رجسټرډ كېدل وي۔ ده ووئيل په فېك نيوز تعميري خبرې كول د وخت اهم ضرورت جوړ شوے۔ په دې موقع کنول شوذب ووئيل مرېم اورنګزېب د جانبدارۍ مظاهره كولو سره د پي اېم ډي اے د مشاورت نه وړاندې رد كړې چې ورسره د ھغې د ذيلې كمېټۍ په مشرۍ سواليه نشان جوړ شوے۔ د كمېټۍ غړې نفيسه شاہ ووئيل د كنول شوذب احتجاج بالكل سم دې كه په دې معامله ذيلي كمېټي جوړه شوې ده نو په دې په دې حقله په چارو بحث كول پكار ٶ۔ د پي اېف يو جے صدر پروېز شوکت ووئيل د پاكستان په ميډيا كښې نه خو د ملازمت كولو قانون شته او نه د فارغولو قانون، خبريالان او ميډيا وركرز د لس ٬ لس مياشتو راهسې د تنخاګانو نه محروم دي٬ ناڅاپه د ميډيا ادارو څخه وېستې شي او محافظ ته امر وشي چې دفتر ته ئې مه راپرېږده، بقاياجات نه وركولې كېږي ۔ د پي ايف يو جے پروفيشنلز صدر مظهراقبال ووئيل مونږ پي اېم ډي اے نه رد كوٶ٬ د دې په تجويزونو بحث پكار دې، په آئيټي اېن اي كښې د لس ٬ لس كالو راهسې كېسونه په التوء كښې پراته وي پرېكړې نه كېږي۔ ده ووئيل پي اېم ډي اے خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره يو نعمت دے، په وړومبي ځل به د خبريالانو او ميډي اوركرز ته په نتخاګانو نه وركولو او په كنټرېكټ عمل نه كولو سره په 21 ورځو كښې پرېكړه ترلاسه شي۔ کنول شوذب ووئيل د كمېټئ په راتلونكې غونډه كښې به نور تنظيمونه هم اورو۔ د ذيلي كمېټئ چيئرمېن مريم اورنګزېب ووئيل جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز پروټيکشن بل به زر د بشري حقونو قائمه كمېټۍ څخه د منظورولو نه پس د رايو اتفاق سره ايوان څخه منظورٶ، ټول شراكتدار دې تر 21م ستمبر خپل وړاندېزونه په تحريري توګه سېكټرېټ ته راولېږي