لوي څښتن دې په افغانستان كښې هم امن راولي ځكه چې په منطقه كښې امن لپاره په افغانستان كښې امن لازمي دې٬ مخدوم شاه محمودقرېشيد هېواد استحكام او سوكالۍ لپاره دعاګانې وكړې

ملتان15ستمبر (اے پي پي) د نيمې وچې عظيم روحاني پېشوا شېخ الاسلام حضرت غوث بهاءالدين زکريا سهروردي ملتاني ؒ 782 م كلن عرس درې ورځنې دستوره د شورو په ورځ پائې ته رسېدلې۔ د دربارعاليهځائي ناستي خارجه وزير مخدوم شاه محمودقرېشيپه مزار حاضري كولو سره د ګلونو څادر خپور كړو۔ د عرس اختتامي دستورې ته خپلې وېنا كښې شاه محمودقرېشي دعا كولو سره ووئيل زه د دې خبرې احساس لرم چې عرس كښې د ګرد هېواد څخه زيارت كوٶنكي ګډون كول غواړي خو د كورونا وباء له امله د عرس دستورې محدود كړې شوې۔ شاه محمودقرېشي ووئيل لاس په دعا يو چې پاك پرودګار پاكستان د امن مركز جوړ كړي٬ د ترهګرۍ خاتمه وشي او پاكستان د پرمختګ منزلونه سر كړي۔ ۔ د افغانستان پحقله خپلې دعا كښې ده ووئيل لوي څښتن دې په افغانستان كښې هم امن راولي ځكه چې په منطقه كښې امن لپاره په افغانستان كښې امن لازمي دې۔ وفاقي وزير د اے پي اېس او د كشمير شهيدانو لپاره هم خاص دعاګانې وكړې۔ په دې موقع مخدوم زاده زېن قريشي، پارلماني غرې حاجي جاوېد اختر انصاري،د ضلعي انتظاميې پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړ