مخدوم شاه محمود قرېشي سره د يو اے اي خارجه وزير ټېلي فوني خبرې وكړې

اسلام آباد15ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د متحده عرب اماراتوخارجه وزيرشېخ عبدالله بن زاېد النهيان د شورو په ورځ ټېلي فوني خبرې وكړې۔ د ټېلي فوني تماس په مهال د دواړو خارجه وزيرانو ترمېنځهپه ګڼ اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او يو اے اي ترمېنځِه د دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې لا مستحكم كولو لپاره د عزم څرګندونه كړې۔ خارجه وزير د امارات خپل همڅنګ ته دبئۍ اېكسپو 2020 لپاره په بهترين انتظاماتو مباركي وركولو سره د اېكسپو شاندارې كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په اهمو سيمه ايزو او د شريكې خوښې چارو پشمول د افغانستان په صورتحال د مشاورت سلسله جاري ساتلو له سلا وكړه