تحريك انصاف ته هم د (ن) ليګ او پيپلز پارټۍ تر اكاٶنټس د رسنې ترلاسه كېدو توقع لروفرخ حبيب

اسلام آباد15ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیبوئيلي دي چې د اكبر اېس بابر كېس غوندې تحريك انصاف ته به هم د (ن) ليګ او پيپلز پارټۍ تر اكاٶنټس رسنه تر لاسه شي٬ د پنځو كالو راهسې په سکروټني کمېټۍ كښې په فنډنګ كېس سماعت روان دے خو دواړه ګوندونه د رېكارډ وړاندې كولو نه ډډه كوي، الېکشن کمېشن له هم نوټسز جاري كول دي نو بيا دې د مريم ٬ فضل الرحمان پشمول د ټولو د تقريرونو متن راوغوښتې شي،د نااهل نواز شريف غوندې (ن) ليګ دې په دې كېس كښې جعلي قطري چيټۍ قدرې وړاندې كړي۔ د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې فرخ حبيب ووئيل د سټېټ بېنك له مخې د (ن) ليګ او پيپلز پارټۍ 19 داسې اكاٶنټس رامخې ته شوي دي د كومو چې په ګوشوارو كښې ذكر نشته٬ نواز شريف او زرداري د خپلو ملازمانو٬ پاپړ والا، فالودې والا په اكاٶنټس د اربو روپو ټرانزېكشن كړي دي٬ هم داسې ن ليګ او پيپلز پارټۍ د ګونداكاٶنټس مني لانډرنګ او د پېسو ټرانزېكشن لپاره استمعالول۔ ده ووئيل الېكشن كمېشن اكبر اېس بابر د تحريك انصاف تر اكاٶنټس د جارټرډ اكاٶنټنټ او د فنانسل اېكسپرټس رسنې پرېكړه كرې وه، په دې تحريك انصاف د 40 زره ډونرز او 16 واليم جمع كړي٬ پنځه كاله تېر شول ٬ ن ليګ او پيپلز پارټۍ د اکاؤنټس پحقله 16 صفحې هم جمع نه كړې شوې۔ ده ووئيل شکر دے چې نن اپوزيشن ته هم الېكشن كمېشن راياد شو٬ مونږ هيله لرله چې دا دواړه ګوندونه به په فارن فنډنګ كېس كښې وړاندې كېږي، ټهپه مافيا ټګي جاري ساتلو لپاره د اي وي اېم مخالفت كوي۔ ده ووئيل د آئيني ادارې په حېث الېكشن كمېشن احترام لري، د الېکشن اېکټ شق 218 له مخې پاكې او سپېځلې ټاكنې كول هم د الېكشن كمېشن ذمه واري ده۔ ده ووئيل په تېرو څو كالو كښې مسلم ليګ (ن) او پيپلزپارټي په اقتدار كښې وه، درې ٬ درې ځله ئې حكومت كړے خو سپېځلې الېكشن لپاره ئې اصلاحات نه دي كړي، حکومت انتخابي اصلاحات كوي،اپوزيشن اي وي اېم د كتلو نه وړاندې رد كړے۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن په اي وي ايم لومړۍ تكنيكي غونډه په اتم او دوېم په 15م ستمبر وه خو اعتراضونه وړاندې شوي، الېکشن کمېشن چې د كومو اعتراضونو ذكر كړے ھغه خو په موجوده نظام كښې هم شته٬ 27 اعتراضونه خو د استعداد پحقله دي۔ ده ووئيل د الېكشن كمېشن آفيشل كاٶنټ څخه متنازعه ټويټ، د شپې ناوخته د ډسكه الېكشن نوټس٬ د سېنېټ الېكشن نه وړاندې د ګېلاني په وېډيود درخواست باوجود عدم كاروائي او اي سي پي پرېس ريليزز هم جاري شوي دي۔ ده ووئيل اپوزيشن تر ننه په انتخابي اصلاحاتو سېوا د ژړا فرياد نه هېڅ نه دي كري۔ ده ووئيل د الېكشن اېكټ په شق 94 كښې اووسيز پاكستانيان د ووټ حق لري٬ دې لپاره الېكسن كمېشن څه اقدامات كړي۔ ده ووېيل پي اېم ډي اے د چا د ذات لپاره نه بلكې د ميډيا ډوېلپمنټ لپاره دے، مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن كښې فرق دے، د مس انفارمېشن ترديد يا وضاحت ممكن دے، ډس انفارمېشن د هېواد سلامتيا ته زيان رسوي