د الېكشن كمېشن په معامله حكومت او وزيرانو محتاط رويه لرلې٬مونږ سپيځلې ټاكنې باوري كول غواړو۔د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب

اسلام آباد15ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي د الېكشن كمېشن په معامله حكومت او وزيرانو محتاط رويه لرلې ٬مونږ سپيځلې ټاكنې باوري كول غواړو٬مونږ د الېكشن كمېشن مرسته كوو٬د نړۍ د 20 څخه زياتو هېوادونو كښې اليكټرانك ووټنګ مشين كارولې كېږي۔سپريم كورټ هم پريكړه كړې چې سپيځلو ټاكنو لپاره دې ټېكنالوجي وكارولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل الېكشن كمېشن آف پاكستان يوه آئيني اداره ده٬د آئيني ادارو د مشرانو د ذمه وارۍ تعين په آئين كښې شوے۔د آئين آرټيكل 218 وائي چې الېكشن كمېشن دې خپلواكه او سپيځلې ټاكنې وكړي۔د پاكستان په تاريخ كښې د ټاكنو نه پس د درغلې تورنه لګي۔ده ووئيل د الېكشن ايكټ 2017 شق 103 كښې ليكلې شوي چې د اليكټرانك ووټنګ سسټم په حقله آزمائنې تجربې كېږي۔د الېكشن ايكټ شق نمبر 94 كښې ليكلې شوي چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو له ووټ وركولو په حقله دې تجربې وكړې شي۔ ده ووئېل سپريم كورټ هم پريكړه كړې چې سپيځلو ټاكنو باوري كولو لپاره ټېكنالوجي وكاروئ۔