اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د اقتصادي رابطه كمېټۍ اسلام آباد برهان ټرانسمېشن لائن ري انفورسمنټ پروژې لپاره حكومت د جاپان لخوا جائيكا لپاره 2.665 ارب روپۍ پھ آسانو شرائطو بې د ټېكس او ليويز د قرض اخستو او د خريف فصل 2017 لپاره د برآمد كړی شوې يوريا سرې 50 كلوګرامه بورۍ بيعه 1000 روپۍ د كمولو منظوري وركړې ده ۔د جمعې پھ ورځ د اقتصادي رابطه …
د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې د اقتصادي رابطه كمېتۍ غونډه
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د اقتصادي رابطه كمېټۍ اسلام آباد برهان ټرانسمېشن لائن ري انفورسمنټ پروژې لپاره حكومت د جاپان لخوا جائيكا لپاره 2.665 ارب روپۍ پھ آسانو شرائطو بې د ټېكس او ليويز د قرض اخستو او د خريف فصل 2017 لپاره د برآمد كړی شوې يوريا سرې 50 كلوګرامه بورۍ بيعه 1000 روپۍ د كمولو منظوري وركړې ده ۔د جمعې پھ ورځ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د خزانې وفاقي وزير سناتور محمد اسحاق ډار پھ مشرۍ كښې وشوه۔كمېټۍ د اقتصادي چارو ډويژن پھ وړاندېز د اسلام آباد برهان ټرانسمېشن لائن ري انفورسمنټ پروژې لپاره حكومت د جاپان لخوا جائيكا لپاره 2.665 ارب روپۍ پھ آسانو شرائطو بې له ټېكس او ليويز وركولو منظوري وركړې ده ۔د دې مسودې مهم بنيادي مقصد وفاقي پايه تخت او خوا او شاه سيمو لپاره د برېښنا رسنې لپاره ضروري ټرانسمېشن لائنونو ري انفورسمنټ د لارې د برېښنا ترسيل او د زيات شوي ضرورت پوره كولو لپاره د قامي ګرډ استعداد زياتول دي۔دې پروژې سره به د پاكستان معاشي انفراسټركچر ښه شي۔كمېټۍ د اوبو او برېښنا وزارت لخوا تجويز شوې سټينډرډ پاور د پرچيز ايګريمنټ مسودې هم منظوري وركړه ۔










