د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د پنو عاقل دوره٬د ډيزرټ فارمېشن جنګي تربيتي مشقونو څارنه

پینډي 14ستمبر (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د پنو عاقل دوره كړې او د ډيزرټ فارمېشن جنګي تربيتي مشقونو څارنه ئې كړې۔په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر ته د ډيزرټ فارمېشن فيلډ ټريننګ او آپرېشنل تيارو په حقله تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر)تر مخه د پاك پوځ سرلښكر په فيلډ فائرنګ رينجر صالح پټ كښې فارمېشن مشقونه وكتل۔په دې موقع د ځوانانو سره په خپلو خبرو كښې سرلښكر په سختو حالاتو كښې د تربيې په مهال د جنګي تيارو٬د تربيي معيار او د لوړې حوصلې ستائنه وكړه۔ده په دې خبره زور راوړو چې د تربيې په مهال د بېلو څانګو او د خذمات لپاره كوټلے ربط د جنګ په مهال دښمن له د ماتې وركولو لپاره مهم دے۔ دغسې سرلښكر د ګرين پاكستان كمپائن ترمخه هلته يو بوټے هم نال كړو۔ده د صحرا ناسمه حالاتو كښې دې كار لپاره فارمېشن وستائېلو د كوم مقصد چې د ماحول تحفظ او د سيمې دفاع قوي كول دي۔د دې نه پس سرلښكر د پوځي حزب الله شهيد كورنۍ سره ملاقات وكړو چا چې په 5 ستمبر 2021 په كوئټه كښې د اېف سي په ډله د آئي اي ډي په بريد كښې شهادت ترلاسه كړے ؤ۔د پاك پوځ سرلښكر د كورنۍ تپوس پوښتنه وكړه او هدايت يې وكړو چې د خوږ وطن دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركونوكو شهيدانو كورنيو ښېګړی باوري كړئ