خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د افغانستان په بدل شوي صورتحال بحث

پېښور 14ستمبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې په متفقه توګه مؤقف خپل كړے شوے چې په افغانستان كښې د مداخلت په ځاے دې د افغانستان په رغونه كښې برخه واغستلې شي٬هغوي له د مشورې وركولو په ځاے دې افغانانو له حق وركړے شي چې هغوي د خپل سباؤن پريكړه وكړي۔د امريكې وتل د دې پیړۍ تر ټولو لويه پېښه ده كومه به چې نه يوازې د افغانستان تاريخ نه بلكې د سيمې تاريخ بدل كړي۔افغانان د جنګ په ځاے امن غواړي٬تېره ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې په افغانستان كښې د طالبانو حكومت جوړېدو او د سيمې په بدل شوي صورتحال په تحريك التوا بحث پیل كولو كښې د پيپلز پارټۍ احمد كريم كنډي ووئيل مونږ امن ناكه ذمه وار ٬خپلواكه او مستحكم افغانستان ليدل غواړي٬تاريخ د دې خبرې ګواه دے چې كابل د ډيلي څخه زيات بهتر دے٬كابل عمر له د استعماري قوتونو په ضد مزاحمت كړے۔د عوامي نېشنل پارټۍ صلاح الدين او د پيپلز پارټۍ بادشاه صالح ووئيل بهر هېوادونه او استخبارتي ايجنسۍ دې په افغانستان كښې د نور مداخلت څخه ډډه وكړي۔ په طاقت راتلونكي په افغانستان كښې ماتې سره مخ شوي٬نړۍ دې د طالبانو حكومت تسليم كړي ۔د جماعت اسلامي عنايت الله خان ووئيل خپلواكهخلق په افغانستان حكومت كوي او په بشپړه توګه د بهرني اثر څخه آزاد دي۔افغانستان سره كلتوري اړيكې لرو٬د افغانستان اولس حق لري چې كوم نظام راوستل غواړي هغه دې راولي۔د مسلم ليګ(ن)اختيار ولي ووئيل د افغانستان لپاره عمر له پاكستان د نيكو هيلو څرګندونه كړې