تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1532.09 فټ او د برېښنا پیداوار 3362 مېګاواټ رېكارډ شوے

هري پور 13ستمبر (اے پي پي) تربېلا ډېم كښې د اوبو كچه 1532.09 فټ او د برېښنا پیداوار 3362 مېګاواټ رېكارډ شوے۔د تربېلا بند وياند لخوا جاري شوي رپورټ كښې وئېلې شوي په تربېلا بند كښې د اوبو كچه 1532.09 فټ پاتې شوې٬ ډېم ته د اوبو راتګ 144900 او وتل 138000 كيوسك دے۔د تربېلا دېم په 17 كښې يو پیداواري يونټ بند او 16 څخه د برېښنا پیداوار 3362 مېګاواټ رېكارډ كړے شوے