نيوزي لېنډ افغانستان سره د انساني همدردۍ په بنياد د نورې 30 لكه ډالرو د مرستې كولو اعلان وكړو

وېلنګټن 13 ستمبر (اے پي پي) نيوزي لېنډ افغانستان سره د انساني همدردۍ په بنياد د نورې 30 لكه ډالرو د مرستې كولو اعلان كړے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د نيوزي لېنډ خارجه وزيرې ننايا مهوټا مېډيا ته وئيلي دي چې په افغانستان كښې د روان بحران په نتيجه كښې مېرمنې او ماشومان زيان ځپل كېږي. هغې ووئيل چې د ملګرو ملتونو د اندازې له مخې سږ كال د مئي د مياشتې نه پس په افغانستان كښې په بې كوره شويو د 10 لكو نه زياتو كسانو كښې 80 فيصده مېرمنې او ماشومان شامل دي. د نيوزي لېنډ لخوا اعلان شوے فنډ به د ملګرو ملتونو يونيسېف او پاپولېشن فنډ ادارو ته وركولې شي.