
پېښور ۔12ستمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان په تور غر ضلع كښې د تندر
پرېوتو پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړې۔ دې ځائې څخه جاري شوي بيان كښې اعلی وزير پېښه كښې حق رسېدليو لپاره د بخښنې او ځپليو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ هغه ووئيل صوبائي حكومت په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ دوئي به يوازې پرېښودلې نه شي او د دوئي به هر ډول مرسته كولې شي۔ اعلی وزير د اطلاع په ترلاسه كېدو ځپليې سيمې ته د رسېدو او په بېړني بنيادونو د مرستې كارروائۍ پېل كولو احكامات جاري كړل۔ اعلې وزير ضلعي انتظاميې ته ځپلې كورنيو ته د فوري ريليف وركولو او پېښه كښې د ژوبل شويو غوره طبي مرسته باوري كولو له د ټولو ترلاسه وسيلو كارولو هم هدايت وكړو۔