افغانان دې د ناامنۍ او معاشی استحکام نشتوالي پشمول خپلو ټولو پخوانو مسائلو حل کولو ته پام لرنه وكړي دغسې چې د هغوي سباون سوكاله او امن لرونكے شي

پېښور 10ستمبر (اے پي پي) افغانستانان كښې د نوي نومولي شوي وزیراعظم او د طالبانو سینئر لارښود ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ كښې د 33 كسيزه لنډ كهالې کابینې اعلان سره د نوي حكومت جوړولو مهم پړاؤ سر ته رسېدلے ، د دې پړاؤ بشپريدو نه پس دې اوس افغانان د ناامنۍ او معاشی استحکام نشتوالي پشمول د خپلو پخوانو مسائلو حل ته پام لرنه وكړي دغسې د هغوي سباؤن سوكاله او امن لرونكے شي۔د دفاعي او نړيوالو چارو كار پوهه بریګیډئیر (ر) محمود شاہ’’ اے پی پی‘‘ سره په خپلو خبرو كښې ووئيل جنګ ځپلے افغانستان دا مهال ګڼو مسائلو سره مخ دے٬ نوے افغان لنډ مهاله حکومت كه يو پلو د امنيتي صورتحال ، معیشت،ټیکسیشن،ګورننس،د قامي ادارو بيا جوړونې، د انصاف نظام پشمول ګڼو چيلنجونو سره مخ دے نو بل پلو د نړيوالي ورورولۍ او نړيوالو ادارو پشمول ورلډ بینك ، آئی اېم اېف او ایشین ډویلپمنټ بینك باور ترلاسه كولو كښې به ستونزي لري ۔ ده ووئيل افغانستان كښې د موجودہ حکومتي سیټ اپ استحکام ،غیر ملکي سرمایه كار افغانستان كښې سرمایه كارۍ پلو راغب کول ، د اولس د ژوند معيار ښه كول ، د قامي ادارو پشمول د افغان آرمي ، پیراملټری فورسز او د پولیس بيا تشکیلولو سره سره نوي افغان حکومت لپاره د نړيوالي ورورولۍ مرسته ترلاسه كولو په خاطر طالبان قیادت له نړيوالو طاقتونو او په خاص توګه ګاونډيانو پاکستان ، روس،چین،ایران او مينځني اسياﺀ ریاستونو سره دوه اړڅيزه اړيكي زيات اهميت لري۔ده ووئيل يو امناك افغانستان د پاکستان، ایران، چین، روس، مينځني ایشیاﺀ ریاستونو او د خلیجي هېوادونو پشمول د ګاونډيانو امن او پرمختګ لپاره مهم دے او هيله لرو چې ټول سيمه ايز هېوادونه به د غریبانانو افغانانو سماجی او اقتصادی پرمختګ لپاره تندۍ سره سرمايه كاري كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل كه دا مهال نړيوالي ورورولۍ افغانستان يواځي پرېښودلو ، لكه څنګه چې پخوا شوي نو دې سره جنګ ځپلي هېواد كښې انسانی المیه راپيدا كيدې شي ۔ ده ووئيل افغانان د معیاری تعلیم، صحت، بنیادی ډھانچې بيا جوړولو ، د څښلو پاكو اوبو ته رسنې ، روزګار او د جنګ ځپلي هېواد بيا رغونې لپاره په كورنۍ كچه د معاونت خواهش لري۔ده ووئيل د هند ميډيا په طورخم كښې د افغان كډوالو کیمپونو په اړه د بې بنسټه ادعاګانو كولو سره نړيواله ورورولي او خپل اولس ګمراه كوي۔ بریګیډیئر محمود شاہ ووئيل کابل فتح كيدو نه پس افغانستان څخه په دومره لويه شميره كښې وګړو كډه نه ده كړې او نه پاکستان كښې مېشته افغانان خپل هېواد ته د تللو لپاره ليدلې شوي۔ده ووئيل نړيوالي ميډيا په اوسنيو كښې د طورخم پولي دوره كړې چرته چې د كوم كډوالو كيمپ د موجودګۍ تصدیق نه دے شوے او د خپلي اوږدې پولي حفاظت لپاره ئې د پاکستان د اړخه شوي امنيتي اقدامات ستائېلي۔ اعلیٰ امنيتي چارواكو “اے پی پی” سره په خپلو خبرو كښې ووئيل 2611 کلوميټره اوږده پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو ، د 388 نوو قلاګانو جوړولو او د جدید ډرون لرونكي د څارګر تکنیکی نظام لګولو او د نورې نوې ټیکنالوجۍ وركولو 98 فیصده كار بشپر شوے ٬ دې سره به د ترهه ګرو تګ راتګ مخ نيوي له مرسته تر لاسه شي۔ خېبر پښتونخوا كښې په پاك افغان پوله 827 کلومیټره سيمه كښې په 802 کلومیټره بوله د ازغن تار لګولو او په 443 نوو قلاګانو كښې د 388 جوړولو كار بشپړ شوے او په پاتي 55 كار روان دے كوم به چې سږ كال تر دسمبر بشپر شي۔دوي ووئيل د پاکستان د اړخه پولي سره سره په 346 کلومیټره سيمه كښې د پټرولیم ټریکس جوړولو ، د امنيت څارنې واچ ټاورز، پکټیں، بنکرز، ټریکس، ډرون ریډار، د شپي نظر له جدید ټیکنالوجي ، د زياتو عسكرو په ځاے كول او په جدید ټیکنالوجۍ اډانه د نګرانۍ آلات په لويديزه پوله لګولې شوي دغسې چې پوله په بشپړه توګه محفوظ كړې شي٬ په پاك ایران پوله 48 فیصده د ازغن تار لګولو كار بشپر شوے۔ وفاقي او د خېبرپښتونخوا حکومتونو په ضم شوو سيمو كښې د پوځ او ايف سي په مرسته د اربونو روپو لوئې پرمختيائي پروژي پيل كړي چې پكښې خېبر، مومند او باجوړ كښې د 3 اربه روپو منصوبې شاملي دي۔دغسې په طورخم پوله كومه چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه يوه مهمه تاریخی لار ده زياتي آسانۍ وركړې شوي۔د طورخم پوله 24 ساعته فعاله ده چرته چې مستند دستاویزات لرونكي او مال وړونكي ټركونه په ښه ډول خپل مزل كوي۔ په طورخم پوله جدید ټولې ضروري د صحت نګهداشت آسانۍ وركړې شوي چرته چې د مسافرو د کوویډ 19 او نورو رنځونو سکریننګ كيږي۔دوي ووئيل د افغانستان عبوری حکومت له به د يادو شوو ګاونډيانو هېوادونو ټول تحفظات لري كول وي او دا خبره به باوري كول وي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پشمول د كوم هم ګاونډي هېواد په ضد ونه كارولې شي ، کالعدم ټي ټي پي تر دې دمه د افغانستان څخه كاروائي كوي او د طالبانو حکومت له به د دې په ضد د پريكړي وړ كارووئي كول وي ۔ دوي ووئيل مونږ افغانستان كښې امن او استحکام غواړو، پاکستان چا چې 40 كاله وړاندې 40 لكهه افغانانو كډوالو له نه يواځي پناه وركړې بلكه هغوي له ئې د صحت ، تعلیم ، کاروبار او په نورو څانګو كښې ګڼي آسانۍ هم وركړي ٬ افغانستان د عدم استحکام او كورنۍ جهګړې په هيڅ صورت متحمل كيدے نشي۔بریګیډئیر (ر) محمود شاہ ووئيل افغانستان كښې چرته چې طالبانو په پنجشیر د کنټرول ترلاسه كولو نه پس په ټول هېواد خپل ګرفت قوي كړے،هره ورځ د امنيت وضعه ښه كيږي۔ ده ووئيل افغانستان يو ګڼ نسلی هېواد دے چرته چې د اشرف غني په حكومت كښې ازبك ، تاجك ، هزارہ او نور قومیتونو سره تعلق لرونكي كسان په مهمو چوكو ناست وؤ، طالبانو له به په هغه عناصر نظر ساتل وي۔ ده ووئيل د هېواد چاري په ښه ډول چلولو له به طالبانو له په مهمو سركاري چوكو خپل باور لرونكي ملګري كېښنول وي،ده ووئيل هيله لرو چې د افغانستان عبوری حکومت مشر ملا حسن اخوند كوم چې يو زیرك او تجربه لرونكے انسان دے د خپلي كابينې نورو غړو پشمول ملا عبدالغنی برادر ، سراج الدین حقانی او ملا عبدالسلام حنیفی وغیرہ په مرسته به په پېښو چیلنجونو قابو ومومي۔ده ووئيل افغانستان كښې د هند استخباراتي ایجنسۍ را د ماتي خوړولو نه پس د هند ميډيا هاؤسز د پاکستان په ضد بې بنسټه ډنډوري كوي،ده ووئيل افغانانو په 15اګست د ”را۔این ډی اېس ” سازشونو ختمولو سره د غیر ملکی تسلط څخه په حقیقی معنو كښې آزادی ترلاسه كړې ۔محمود شاہ ووئيل د کابل فتح نه پس يو واضح پیغام رامخې ته شوے چې په دولت او طاقت د كوم مقصد لپاره جنګ كوونكي نه اخستلے كيږي او هم دغه وجه ده چې افغان نیشنل آرمی او د افغانستان نېشنل ډائریکټوریټ آف سیکیورټي (این ډی اېس) د شګو ديوال ثابت شول ځكه چې هغوي كښې د تحریك ، د جنګ د پوهې او پخپل قابلیت د باور كمے ؤ۔ده ووئيل دا د هند ږپاره واضح پیغام دے چې د دې صورتحال څخه زدكړه وكړي او د کشمیر په اړه د خپلي منقي پالیسۍ څخه په شا شي او کشمیریانو له د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو كښې د شوو لوظونو له مخې د خپلواكۍ حق وركړي۔