اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د پاك هوائي ځواك سی ۔130 الوتكه د مرستې سامان دويم كھېپ وړولو سره د جمعې په ورځ قندهار ته ورسېده۔ د بشري خواخوږۍ په بنياد لېږلي شوي د مرستې دې سامان كښې داروګان ٬ لوښي او د خوراك څښاك څيزونه شامل دي۔ په قندهار ایئرپورټ يوه دستوره كښې د قندهار ګورنر يو استازي ته دا سامان وسپارلے شو۔ د قندهار چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټريز صدر د چېمبر ټولو غړو سره په ايئر پورټ موجود ؤ۔ د ګورنر استازي ٬ د چېمبر صدر او نورو مشرانو په دې موقعه خپلو خبرو كښې د مرستې سامان په رالېږلو د پاكستان اولس او حكومت مننه وكړه۔ هغوي هيله ولرله چې سباؤن كښې به هم د مرستې دا لړۍ دغسې روانه وي۔ د پاكستان قونصل جنرل نعيم خان دستوره كښې په ګډون كولو د ځائي مشرانو مننه كولو سره ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې افغان اولس سره ولاړ دے۔ هغه ووئيل د پاكستان او افغانستان دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو له بشپړه مرسته بايد باوري كړې شي۔