
پېښور 10 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په صوبائي اسمبلۍ كښې د سينئر خبريال او په افغان چارو د ژور نظر لرونكي رحيم اللہ يوسفزئۍ خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا وكړې شوه۔ د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال صوبائي وزير شوکت يوسفزئي ووئيل د صحافت عظيم شخصيت رحيم اللہ يوسفزئي دنيا ته الودع ووې ٬ ارواښاد يو خبريال نه بلكې يوه اداره ٶ٬ د څلوېښت كالو نه زيات ئې صحافت كړې او د پاك او سپېځلي كردار څښتن ٶ٬ ارواښاد ټول ژوند په هڅو كښې تېر كړې٬ كله چې هم سخت وخت راغلے خبريالانو سره اودرېدلې٬ ارواښاد په نړيواله كچه د پاكستان شناخت ٶ٬ په افغان چارو ئې ژور نظر لرلو٬ د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي، نوي خبريالان دې د ارواښاد رحيم الله په قدم قدم كېږدي۔ په دې موقع عنايت اللہ ووئيل ارواښاد رحيم اللہ يوسفزئي يو اتل ٶ او د يو شمېر خبريالانو استاذ ٶ۔ د اے اېن پي سردار بابك ووئيل ارواښاد رحيم الله يوسفزئۍ ټولې منطقې لپاره نوموړے خبريال ٶ ٬ د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي٬ ارواښاد منطقي مسئلې د قلم د لارې په ښه ډول رامخې ته كړې۔ په دې موقع د سپيكر په امر لطف الرحمن د رحيم اللہ يوسفزئۍ، فرحت اللہ مروت او نواز خان بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه