
رياض 10 ستمبر (اے پي پي) د سعودي عربستان د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د كورونا وبائي رنځ مخنيوي له د روانو هڅو په لړ كښې د 39 مېلينه نه زيات واكسين لګولې شوې دي۔ د سعودي ميډيا له مخې وزارت وئيلي دي چې د ګرد هېواد په ټولو ښارونو كښې وګړو لپاره د ويکسينېشن 587 نه زيات مركزونه جوړ كړې شوې دي۔ د تازه شمېرو له مخې په دې مركزونو كښې تر اوسه 56.5 فيصده نه د زياتې آبادۍ وېكسينېشن شوے دے۔ د روغتيا وزارت د دوېم ډوز د لګولو په اهميت زور راوړلو سره اولس ته وئيلي دي چې په روانه وضعه كښې دوېم ډوز لګول لازمې دي