د چين او امريكې جمهور ريئسانو ترمېنځه ټېلي فوني تماس

بيجنګ 10 ستمبر (اے پي پي)د چين صدر شي جن پنګ د امريكې خپل همڅنګ جوبائيډن سره ټېلي فوني تماس نيولې۔ د ټېلي فوني خبرو په مهال د چين امريكې اړيكو او د شريكې خوښې په اړوند چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د چين نړيوال راډيو له مخې شي جن پنګ د امريكې په يو شمېر سيمو كښې د سمندري طوفان له امله په شوي ځاني او مالي زيان جوبائيډن او د امريكې اولس سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د امريكې صدر جوبائيډن ئې مننه وكړه۔ شي جن پنګ په ګوته كړه چې د څه مودې څخه اختيار كړې شوې د چين پاليسۍ د چين او امريكې اړيكو كښې ستونزې پېدا كړې دي او دا د دواړو هېوادونو د اولس د بنيادي مفاداتو او د نړۍ د ټولو هېوادونو په مشتركه مفادو كښې نه دي۔ ده ووئيل چين او امريكې پرمختللې هېوادونه دي، دواړو هېوادونو له د خپلو شريكو اړيكو خيال ساتل پكار دي ځكه چې دې سره د نړۍ سباون او تقدير په داٶ لګېدلې دې۔ شي جن پنګ ووئيل د چين او امريكې دوه اړخيزه مرسته به د دواړو هېوادونو او نړۍ په ګټه وي او د چين او امريکې تصادم به دواړو هېوادونو او نړۍ لپاره تباهي وګرځي۔ دا مهال نړيواله ورورولي يو شمېر د ګډې مسئلو سره مخ ده٬ شي جن پنګ ووئيل موسمياتي بدلون٬ د كرونا وباء مخنيوي٬ معاشي بحالي او په لويو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو مرستې ته وده وركول او د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكو كښې لا مثبت عوامل شاملول پكار دي۔ په دې موقع جوبائيډن ووئيل نړۍ لويو بدلونونو څخه تېرېږي٬ د امريكې او چين اړيكې په نړۍ كښې د ټولو نه اهمې دوه اړخيزه اړېكې دي، د سيالۍ له امله د دواړو هېوادونو شخړو كښې اضافه هېڅ جواز نه لري۔ ده ووئيل امريكې هېڅكله د يو چين پاليسي بدلولو اراده نه ده كړې ٬ امريكا چين سره زياتې واضح تبادلې او تعميري مكالمې ته وده وركولو له چمتو ده٬ دغسې چې د دواړو ډلو ترمېنځه مرستې ته پام او د ترجيحي سيمو تعين وكړې شي ٬ دواړه مشران دې خبرې ته سلا شول چې د دواړو هېوادونو اړيكې ٬ په اهمو نړيولو مسئلو د چين او امريكې د مشرانو ترمېنځه ژورې خبرې او اړيكو ته په سم لور وده وركول مهم دي۔ دواړه دې ته هم سلا شول چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د بېلو څانګو په كچه به پراخه مكالمه روانه ساتلې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو اړيكو ودې لپاره ښه حالات رامخې ته كړې شي۔