ترك پوليس څلور شكمن بشري قاچاقبر او 159 غېر قانوني تاركين وطن ونيول

انقرہ 10 ستمبر (اے پي پي) ترک پوليس د هېواد په لويديز ولايت كوكېلي كښې په دوه بېلا بېلو كاروائيو كښې څلور شكمن بشري قاچاقبر او 159 غېر قانوني تاركين وطن نيولي دي۔ د چين خبري اژانس له مخې پوليس چارواكو وړومبۍ كاروائۍ كښې 47 غېر قانوني تاركين وطن او په بله كاروائۍ 112 قانوني تاركين او دوه شكمن بشري قاچاقبر نيولي دي۔ د رپورټ له مخې تركيه په زړه پورې ژوند كولو له اروپا ته په غېر قانوني توګه تګ لپاره يو اهم ټرانزټ پوائنټ دے كوم چې د 3.6 مېليونه سوري وګړو پشمول د 40 لكه نه زيات كډوالو كوربتوب كوي