افغانستان كښې معاشي او سماجي تباهۍ نه بچ كېدو لپاره طالبان حكومت فنډز ته اړتيا لري۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر افغانستان لپاره خاص استازي ډيبوراہ ليونز په نړۍ زور راوړے دے چې هغه دې د طالبان حكومت پحقله د اندېښنو باجود د افغانستان مالي مرسته وكړي٬ په بل صورت كښې د وړاندې نه بې وزلۍ سره د مخ هېواد حالات تاريخي تباهۍ سره مخ كېدې شي۔ ده تېره ورځ د سلامتي كونسل په غونډه كښې نړۍ څخه مطالبه وكړه چې ھغه دې د طالبان حكومت ته د معاشي بدحالۍ مخنيوي او د انتظامي چارو چلولو موقع وركړي او په سمدستي توګه دې د معاشي او سماجي تباهۍ نه بچ كېدو لپاره د افغانستان مالي مرسته وكړې شي او كه داسې ونه كړې شي نو معاسي تباهۍ سره د لكهونو په شمېر نور كسان د بې وزلۍ او لوږې ښكار كېدې شي چې په نتيجه كښی د افغانستان نه د كډوالو لوے بهير رامخې ته كېدې شي چې ورسره به په حقيقت كښې افغانستان څو لسيزې وروسته لاړ شي۔ ده خبردارې وركړو چې نوې افغان حكومت د ستونزو طوفانونو ٬ د كرنسۍ قدر پرېوتو ٬ د خوراك څښاك څيزونو او د پټرول بيعو تندۍ سره زياتېدو او نجي بېنكونو كښې د نغد رقم كمي په ډول مسئلو مقابله او د تنخاګانو ادائيګي كولې نه شي۔ هغه دې سره اتفاق وكړو چې د دې رقم په ناوړه توګه د كارولو په ځائې بايد دا په صحيح چارو مصرف كړے شي۔ هغه ووئيل د بشري حقونو ٬ مساوات او د ترهګرۍ مخنيوي له به نرمي ښودل وي