
ملګري ملتونه 10 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس په نړۍ زور راوړے دے چې ھغه دې طالبانو سره مذاكرات روان وساتي۔ ده تېره ورځ د فرانس خبري اژانس سره خپله مركه كښې ووئيل مونږ له به طالبانو سره د خبرو لړۍ روانه ساتل وي۔ ده ووئيل زمونږ فرض دې چې مونږ ستونزو سره مخ د افغانستان اولس سره پېوستون په ځائې وساتؤ چرته چې د لكهونو په شمېر خلق له لوږې مړه كېدې شي او نړۍ بايد په افغانستان كښې په معاشي بحران قابو موندلو كښې مرسته وكړي۔ ده ګردې نړۍ كښې د افغانستان د منجمد اثاثو جاري كولو يا د نړيوالو بندېزونو ختمولو پحقله كومه مطالبه نه ده كړې خو په دې خبره ئې زور راوړے دے چې مالي اثاثو سره به د افغانستان معيشت ته سهارا ترلاسه شي۔ ده ووئيل طالبانو سره د خبرو اترو به څه نتيجې رامخې ته شي د دې هېڅ ضمانت نشته خو مونږ دا غواړو چې افغانستان د ترهګرو مركز جوړ نه شي، مېرمنو او انجونو ته د دوي ټول حقونه او بېلا بېلو نسلي ډلو ته نمائندګي ترلاسه وي۔ ده ووئيل ملګري ملتونه په افغانستان كښې د بشپړه حكومت جوړېدو كښې خوښي لري۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحکام سره سره بايد د خلقو احترام هم وكړے شي۔ ده ووئيل طالبان غواړي چې نړۍ دې دوي تسليم كړي٬ د دوي دې مالي مرسته وكړې شي او بنديزونه دې ختم كړې شي كوم چې د نړيوالې ورورولۍ په ګټه دي