جنېوا۔9ستمبر(اے پی پی) د موسمياتي نړيوالې ادارې لمخې د نيمې پېړۍ په مهال په آب وهوا كښې د بدلون او سخت موسم له كبله په قدرتي آفتونو كښې 5 چنده زياتوالې شوې دې چې ورسره كم پرمختګ كړې هېوادونو تر ټولو زيات زيان پورته كړے دے۔ د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې د موسمياتي ادارې عمومي سېكتر او د ملګرو ملتونو د آفاتو خطر كم كوؤنكې ادارې يو اېن ډي ډي آر د 1970 او 2019 ترمينځه موده كښې د رامخې ته شويو پېښو په اړه تحقيقاتي رپورټ جاري كولو سره وئيلي چې په دې موده كښې ټول 11000 قدرتی آفتونه رپورټ شوي دي چې په نتيجه كښې ئې 20 لكه كسان مړه او نړۍ ته د 3.64 کھرب ډالرو زيان شوے دے۔ ددې آفتونو په نتيجه كښې 91 فيصده كسان په پرمختګ كوؤنكو هېوادونو كښې مړه شوي دي۔ رپورټ كښې دا هم وئيلي شوي چې موسم كښې د شدت باوجود په نړۍ كښې د قدرتي آفتونو په اړه د خبرداري وركوؤنكي نظام بهترۍ او په قدرتي آفتونو د قابو موندلو هڅو كښې د ښه والي له امله په ځاني زيانونو كښې ښكاره كمې رامخې ته شوې دې۔ د 1970 په لسيزه كښې 50 زره كسان مړه شوي وو او د 2010 په لسيزه كښې دا شمېره يوازې 20 زره وه۔ دغسې په دې موده كښې د قحط سالۍ د لاسه 50 زره كسان مړه شوي۔ د طوفانونو د لاسه 577232 او سېلابونو دلاسه 58700 كسان او د سخت درجه حرارت دلاسه 55736 كسان مړه شوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ګرده نړۍ كښې موسمي ٬ ماحولياتي او اوبو سره اړوند آفتونو كښې 36 فيصده آفتونه په آسيائي هېوادونو كښې رامخې ته كېږي