ملګري ملتونه۔9 ستمبر(اے پی پی) ملګرو ملتونو سوريه كښی په زياتېدونكي تاؤ تريخوالي اندېښنه ښكاره كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوتريس چيف وياند سټېفن دوجارك خپل بيان كښې وئيلي دي چې د قطبي لوئيديزو سيمو په 4 ښارونو كښې په زيات شوي تاؤ تريخوالي ملګري ملتونه ژوره اندېښنه لري۔ هغه ووئيل د ګل او نهې په ورځ په رامخې ته شويو درې پېښو كښې لږ تر لږ 7 وګړي ژوبل شوي كومو كښې چې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔ هغه په او بريفنګ كښې ووئيل مونږ د سوريې شخړې ټولو فريقو ته دا خبره يادول غواړؤ چې هغوي د نړيوال بشري قانون له مخې دخپلو ذمه وارو احترام وكړي او د وګړو تحفظ باوري كړي۔