د ترهګرۍ په ضد 20 کلنې جګړې د امريكې معيشت كمزرې او په نړیواله ټولنه كښې شهرت زيانمن كړے۔ د امریکا په غیرقانوني جګړو کښې د لكھونو په شمېر خلق وژلي شوي۔ د امريكائي تجزيه كار د چين خبر رسنې ادارې سره مركه

واشنګټن۔9ستمبر (اے پی پی) د امريكا په مشرتابه كښې د ترهګرۍ په ضد 20 كلنه جګړې نه وروسته په نړيوال نظام كښې كوم ښه والې نه دې رامخې ته شوې بلكه د امريكې معيشت لا كمزرې او په نړیواله ټولنه كښې ئې شهرت ځپلے شوے دے۔ په دغه مهال د امريكا لخوا په پېل كړې شويو غېر قانوني جنګونو كښې په ختيځه آسيا ٬ منځنۍ آسيا او عرب نړۍ كښې د لكھونو په شمېر خلق ووژل شول۔ د امريكائي ادارې انسټي ټيوټ فار چائنا سټډيز سينئر فېلو سورابھ ګپتا د چين خبر رسنې ادارې سره مركه كښې ووئيل چې په عمومي ډول د سړې جګړې او په خصوصي ډول د نائن الېون بريدونو نه وروسته د امريكا خارجه پالېسي بې شكه چې تباه كن ګرځولې كېدې شي۔ سورابھ ګپتا ووئيل د سړې جګړې نه وروسته امريكا بايد د رايو اتفاق د لارې د نړيوالې مشرتابه انتخاب كړې وې خو امريكې د خپلې مرضۍ نظام په نړۍ د مسلط كولو لاره خپله كړه۔ سورابھ ګپتا ووئيل د نائن الېون بريدونو نه وروستو امريكا د ګردې نړۍ ملاتړ ترلاسه كړو او ددغې باوجود امريكې په افغانستان خپله مرضي مسلط كولو له فشار واچولو او اوس شل كاله پس افغانستان څخه په دې اندازه بېرته ووتله۔ هغه ووئيل د تېرو دوه لسيزو په مهال د افغان جنګ سره سره امريكا نور هم دا ډول غېر قانوني جنګونه پېل كړل چې په نتيجه كښی ئې په ختيځه آسيا ٬ منځنۍ آسيا او عرب نړۍ كښې د لكھونو په شمېر كسان ووژلې شؤ۔ سورابھ ګپتا ووئيل چې افغانستان كښې 47 زره عام وګړي او لس زره نه زيات امريكائي عسكر مړه او ژوبل شول او د 20 كھربه امريكائي ډالر مصرف كېدو باوجود په نړيواله نظام كښې كومه بهتري رامخې ته نه شوه بلكې د امريكائي معيشت لا كمزورې او شهرت ئې په نړيواله ټولنه كښې زيانمن شو۔ هغه ووئيل غوره نړيوالې حكمرانۍ له د تېرو شل كلونو څخه بايد دوه مهم سبقونه زده كړې شي۔ وړومبے دا چې د امريكا لخوا د نړيوال معيشت بوج يوازې په خپلو اوږو د پورته كولو استعداد او د نړيوال نظام په خپله مرضۍ د چلولو دور بهر حال پايې ته رسېدلې دې ٬ په دې صورت حال كښې ټولو فريقو لپاره دا ضروري ده چې هغوي د ملګرو ملتونو د انتظام لاندې نړيوال نظام سره يو وارې بيا تړون ولري او د خپله منځه مرستې كاميابۍ لپاره زياتې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ دويم دا چې د ماحولياتي بدلونونو او د نړيوالو وباګانو په ډول چېلنجونو له د نړيوالې كچې حل ته اړتيا ده۔ موجوده نظام لپاره ضروري ده چې په روانه وضعه كښې د نړيوالې مشرتابه برطانيه څخه امريكا ته د منتقل كېدو نه وروسته د ”کنډل برګر ټریپ” صورتحال نه بچ كېدو له ګامونه پورته كړې شي۔ د دغې صورتحال په نتيجه كښې د كال 1930 په لسيزه كښې د نړيوالې كساد بازارۍ بحران رامخے ته شو كوم چې د يو شمېر نړيوالو او سيمه ايزو جنګونو سبب وګرځېدو۔په دغه وخت كښې په نړيواله كچه د بنيادي بشري ضرورتونو ترسره كول په ځائې ساتلو كښې د امريكا ناكامي د نړيوالې كساد بازارۍ سبب جوړے شوے ؤ۔