چارترډ فلائټس ته دې د روانېدو اجازه وركړې شي۔ د امريكا طالبانو څخه غوښتنه

برلن۔9 ستمبر(اے پی پی) امريكائي خارجه وزير انتھوني بلنكن په طالبانو زور راوړے دے چې افغانستان څخه د چارټرډ پروازونو روانېدو اجازه دې وركړې شي۔د امريكائي ابلاغ ذريعو له مخې انتھوني بلنكن المان خارجه وزير هائيكو ماس سره د المان په رامسټين ايئر بېس خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل چې دا مهال طالبان چارترډ فلائتس ته د روانېدو اجازه نه وركوي۔ د هغوي دعوی ده چې ځينې مسافر مطلوبه سفري دستاوېزات نه لري۔ هغه ووئيل مونږ هڅه كوؤ چې دا خبره باوري كړې شي چې افغانستان پرېښودونكو ته بهر هېوادونو ته د تللو اجازه وركړې شي۔ هغه ووئيل امريكا دا مهال طالبانو سره نېغه په نېغه په تماس كښې ده۔