د تېرو دوه ليسزو په مهال د امريكا او ناټو فضائي بريدنو په نتيجه كښې 22 زره نه تر 48 زره وګړي وژلې شوي

لندن 08 ستمبر (اے پی پی) د ستمبر 11 مې نېټې كال 2011 نه وروستو په منځني ختيز او افريقائي هېوادونو كښې د امريكا په مشرتابه كښې د نېټو د فضائي بريدونو په نتيجه كښې 22 زره نه تر 48 زره عام وګړي وژلې شوي۔ د دې خبرې انكشاف د برطانېي ادارې ائیر وارز په خپل رپورټ كښې كړے ۔ د رپورټ له مخې د تېرو دوه لسيزو په مهال كله چې په نيويارك او واشنګټن ډي سي د بريدونو نه وروستود امريكېپه مشرتابه كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ پېل كشو نو به امريكائي كارروائيو كښې لږ تر لږ 22 زره 679 او زيات نه زيات 48 زره 308 وګړي وژلې شوي۔ د ائیر وارز وېنا ده د امريكا او ناټو په بريدونو كښې وژلې شوو وګړو كښې د زياتره تعلق افغانستان ٬ عراق ٬ شام ٬ ليبيا٬ صوماليه او يمن سره دے