عدن 08ستمبر (اے پي پي) د يمن په كړكېچنه مارب سيمه كښې د پوځ او ياغيانو ترمېنځه د نښتو په نتيجه كښې 18 عسكر او 60 ياغيان مړه شوي۔ د عرب نيوز له مخې ديمن يو پوځي چارواكي ميډيا ته ووئيل د تېرو 24 ساعتو په مهال په مارب كښې د ياغيانو په ژالو فضائي بريدونو كښې 60 ياغيان وژلې شوي۔ ده ووئيل د تېرو 48 ساعتو په مهال په تر سره شوو نښتو كښې 18 عسكر مړه او يو شمېر ژوبل شوې هم دي