نوې ډيلې ۔08 ستمبر(اے پی پی) هند كښې د كورونا كېسونو كښې يو وارې بيا اضافه شوې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 37 زره 875 نوې كېسونه رامخې ته شوي او نور 369 كسان مړه شوي دي۔ د هند د ابلاغ ذريعو د روغتيا وزارت لخوا د شورؤ په ورځ جاري كړې شويو شمېرو حواله وركولو سره وئيلي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 37 زره 875 نوې كېسونو رامخې ته كېدو سره د كورونا ځپليو مجموعي شمېره 3 کروړه 30 لکه 96 زره 718 ته رسېدلې ده۔ بلخوا تر دې دمه دې رنځ څخه 3 کروړه 22 لکه 64 زره 51 كسان ښه شوې هم دي۔ هند كښې د فعاله كېسونو شمېره كمېدو سره 3 لکه 91 زره 256 پاتې شوې ده۔ ګرد هېواد كښې د نورو 369 رنځورانو مړه كېدو سره د كورونا د لاسه د مړو مجموعي شمېره 4لکه41 زره411 ته رسېدلې ده