ملګري ملتونه ۔8 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو انډر سېكرټري جنرل او اېمرجنسي ريليف كوارډینېټر مارټن ګریفتهس هيله څرګنده كړې ه ده چې افغانستان ته به د زمكې د لارې د مرستې رسنې ډېر زر پېل شي۔ هغه تېره ورځ د وډيو كنفرنس د لارې خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ به افغانستان ته د زمكې د لارې نورو هېوادونو څخه د سامان رسنه پېل كړؤ بياهم د مرستې سامان رسنې لړۍ روانه ساتلو له به د نوې افغان حكومت لخوا امنيت باوري كول وي او دا ځكه چې مونږ په دې لړ كښې امنيت ته اړتيا لرؤ۔ هغه ووئيل د ملګرو ملتونو عهدېدار طالبانو سره د زباني لوظونو په ځائې په ليكلې شويو لوظنامو غور كوي۔ هغه ددې خبرې تصديق وكړو چې كډوالو لپاره د ملګروملتونو يو اېن اېچ سي آر ادارې كمشنر فلپو ګرېنډي افغانستان ته روان دے او هيله ده چې هغه ته به د كابل نه تر سوئيلي ولايت قندهار د سفر كولو اجازه وركړې شي۔ مارټن ګریفتهس ووئيل د روان كال په مهال د تاؤ تريخوالي په نتيجه كښې 6 لكه افغان وكړي بې كوره شوي دي۔ د ملګرو ملتنو عهدېدارانو له مخې د افغانستان نزدې نيمه وداني يا يو كروړه اتيا لكه وګړي بشري مرستې ته سترګې په لار دي او د افغانستان مرستې له د روان كال تر پايې 60 كروړه 60 لكه ډالره ته اړتيا لري