كابل 07 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبانو راتللو نه وروستو د امن اوامان صورتحال په ښكاره توګه ډېر ښه شوے ٬خلكو د كومې يرې ترهې نه غېر خپل كاروبار روان ساتلے۔تفصيلات ترمخه د 15م اګست د طالبانو راتګ څخه د ژوند هلې ځلې ځلې بحال شوي او د امن او امان په صورتحال كښې ښكاره ښه والې راغلے۔كابل او د هيرات په لاره چرته چې د ماښام نه پس مزل كول ګران ؤ اوس 24 ساعته هلته ګڼه ګوڼه وي او د شپې تر ناوخته خلك په خپل كاروباري ژوند كښې بوښت دي۔دغسې د كابل هوائي مېدان څخه په محدود پېمانه د كورنيو پروازونو لړۍ هم روانه ده دغسې د افغانستان قامي فضائي كمپنۍ آريانه ايئر لائن ته وئېلي شوي چې هغوي هم په راروانو دريو ورځو كښې خپل پروازونه بحال كړي