
كابل 07 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د نوي لنډ مهاله حكومت او د كابينې اعلان نه پس د خپلو لويو پالېسيو په اعلان كښې وئېلي دي لنډ مهاله حكومت به هېواد كښې د اسلامي قانون او شريعت نفاذ٬د هېواد د اعلٰی ترينو مقاداتو سره د افغانستان د پولو خوندي كولو سلامتيا٬څوكالي او پرمختګ باوري كولو لپاره كار كوي٬مونږ امن لرونكے څوكاله او مستحكم افغانستان غواړو٬مونږ د خپلو ټولو ګاوڼډيانو او نورو هېوادونو سره د دوه اړخيزه احترام او خبرو اترو ترمخه په زړه پورې او قوي اړيكې جوړول غواړو۔ګاونديانو هېوادونو ٬ منطقې او نړۍ لپاره زمونږ پیغام دا دے چې د افغانستان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد نه كارولې كېږي۔د نهې په ورځ په خپل جاري پیغام كښې د افغانستان د اسلامي امارت امير هېبت الله د غېر ملكي ځواكونو په وتلو او د قبضې په خاتمه قام له مباركي وركولو كښې ووئيل د هېواد د خپلواكۍ او اسلامي نظام لپاره په 20 كاله كړو هلو ځلو كاميابېدو د الله شكر ګزار يو۔ده ووئيل اسلامي امارت يو لنډ مهاله كابينه غوره كړې او د ښه انتظامي چارو قابو كولو او مخ په وړاندې بوتللو لپاره لوظي يو۔هېواد كښې د اسلامي قانون او شريعت نفاذ او دهېواد اعلٰی ترين مفادات خوندي كولو٬ د افغانستان پولو محفوظولو٬سلامتيا خوشحالۍ او پرمختګ باوري كولو لپاره به كار كوو۔مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن خوشحالي او استحكام وي۔دې مقصد لپاره مونږ افغان اولس به امن او خوندي ژوند پلو د بوتللو هڅې كوو۔ده ووئيل مونږ د خپلو ټولو ګاونډيانو او نورو هېوادونو سره د دوه اړخيزه احترام او د خبرو اترو ترمخه په زړه پورې او قوي اړيكې غواړو۔ده ووئيل اسلامي امارت به د بشري او د اقليتونو د حقونو پشمول د ټولو طبقو حقونه باوري كوي۔ده ووئيل ټول افغانان په هېواد كښې د وقار لرونكي٬خوندي او په آرام ژوند تېرولو حق لري٬د دوي ځان مال او پیژندګلو محفوظ ده۔ده ووئيل تعليم د هېواد په مهمو ضرورتونو كښې يو دے۔د حكومت ذمه واري ده چې هغه د ټولو وګړو لپاره مذهبي او د جديد تعليمات لپاره د شريعت په دائره كښې صحت مند او محفوظ ماحول رامخې ته كړي۔د زده كړو په لړ كښې به هېواد مخ په وړاندې بيايو ۔ده ووئيل مونږ ټول خبر يو چې زمونږ هېواد د څلوېښتو كلونو نه زياته موده جنګونو ځپلر او زمونږ معيشت ته سخت زيان رسېدلے۔مونږ به خپلې ټولې هڅې د خلكو واك اختيار٬خوشحالۍ او معاشي پرمختګ لپاره كوو۔قامي سرمايه كاري به په ښه او سپيځلې ډول سنبهالوو۔نړيوالې سرمايه كارۍ او په بېلو تجارتي څانګو كښې به آسانۍ رامخې ته كړو۔ده ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ ټولو خلكو ته ضروري آسانۍ ترلاسه وي او د هېواد نه غربت او بې روزګاري ختمه شي۔ده ووئيل مونږ د غربت خاتمې او معيشت مضبوطيا لپاره د قامي تجارانو او سرمايه كارو د اړخه ملاتړ او مرسته غواړو۔ده ووئيل مېډيا د هېواد ټولو مهمو عنصر دے۔مونږ د مېډيا د خپلواكۍ لپاره كار كوو٬مونږ غواړو چې مېډيا په خپلو خپرونو كښې د اسلام د مقدسو قوانينو لپاره قامي مفادات له د غېر جانبدارۍ څرګندونه وكړي۔ده ووئيل ګاونډيانو هېوادونو منطقې او نړۍ لپاره زمونږ دا پېغام دے چې افغان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد نه كارولې كېږي٬مونږ ټولو غېر ملكي سفارت كارو٬سفارتخانو٬قونصل ګرو٬خيراتي ادارو او سرمايه كارو له باور وركوو چې دوي به د هېڅ ډول پرېشانۍ سره نه مخ كېږي۔مونږ د چا سره غليمي ساتل نه غواړو٬افغانستان يو شريك كور دے او مونږ به د هېواد بيا رغونې لپاره خپل صلاحيتونه كاروو۔ده ووئيل اسلامي امارت ته د خپلو خلكو د پرله پسې مرستې ضرورت دے دغسې چې بيا مونږ خپل تباه حال هېواد روغ كړو او د اسلامي اصولو ترمخه په قلاره او خوشحاله ژوند تېر كړو۔امير هېبت الله اخوندزاده ووئيل صلاحيت لرونكو پېشه ورو٬سائنسمدارو٬ډاكټرانو٬انجينئرانو څخه هيله لرو چې په زړه پوري ډول به په اطمينان سره د هېواد خذمت وكړي