دوهم خارجه وزير انټوني بلنکن په افغان بحران خبرو اترو لپاره قطر ته ورسېد

واشنګټن 06 ستمبر (اے پي پي) د امريکې دوهم خارجه وزير انټوني بلنکن په افغانستان د طالبانو كنټرول نه پس په افغان بحران خبرو اترو لپاره قطر ته رسېدلے دې۔ د فرانس خبري اژانس له مخې خارجه وزير به د دې نه پس په المان كښې د امريكائي اېئربېس ريمسټين دوره كوي چرته به چې ھغه د المان خارجه وزير هائيكو ماس سره په ګډه په افغان بحران د 20 هېوادونو خارجه وزيرانو سره په ورچوئل غونډه كښې ګډون كوي۔ بلنكن خپل بيان كښې وئيلي زه به په دوحه كښې د امريكې په سفارت كښې د مېشته افغان وګړو او امريكائي سفارتكارو سره ملاقات كوم٬ دې سره سره به انټوني بلنكن افغانستان څخه وتلو كښې د خوښي لرونكو مرستې لپاره تركيه سره په ګډه د كابل ايئر پورټ بيا پرانستلو په لړ كښې د قطر چارواكو سره خبرې اترې كوي