افغانستان: د اوږدې مودې جنګ ځپلي د لكھونو په شمېر بې آسرې كوچنيان مرستې او امن ته اړتيا لري

کابل۔5ستمبر(اے پی پی) په تېرو 4 لسيزو كښې د تذویراتی چاپېريال له امله پرله پسې جنګونو او د نړيوالو قوتونو لاس وهنې دا بې وزله هېواد افغانستان ډېر زيات ځپلے دے۔ غېر ملكي مسلط كړې شويو جنګونو د لكھونو په شمېر افغان وګړي وژلي او كوچنيان د خپل مور پلار د سېوري نه محروم كړې دي هم دغسې يو 15 كلن ځوان حسيب احمد خپله سيمه مزار شريف پرېښودلو سره د خپلو دوه وروڼو ٬ دوه خوېندو او د كونډې مور كفالت لپاره اوس په كابل كښې د سړك په غاړه څپلۍ پالش كوي۔ اے پي پي سره خبرو كښی هغه ووئيل زما پلار مزدور ؤ او د خپل كم آمدن سره به ئې د خپلې كورنۍ كفالت كولو۔ هغه د افغانستان د اوږدې مودې جنګ كښې ووژلے شو۔ د كورنۍ د كفالت ذمه واري اوس زه پورته كوم۔ د خلكو د څپلو پالش كولو او پاكولو نه غېر څه نه لرم۔ هغه ووئيل زما ورو هم چې عمر ئې 13 كاله دے هغه هم مزدوري كوي۔ هغه ووئيل روزانه 100 نه تر 150 افغانۍ ترلاسه كوم كومو سره چې زمونږ د كور ضرورتونه سختۍ سره ترسره كېږي۔ دا يوازې د يو حسيب احمد خبره نه ده بلكې داسې په سؤونو زرګونو حسيبان رامخې ته كېدې شي كومو چې سكول پرېښودلو سره په كم عمرۍ كښی د مجبورۍ د لاسه مزدورۍ ته لاس اچولے دے۔ افغانستان كوم صنعت نه لري ځكه زياتره خلك كركيلې او مزدورۍ سره تړون لري۔ د سېو دي چلډرن يو رپورټ له مخې د كال 2015 او 2018 تر مينځه رامخې ته شويو پېښو كښې 12 زره 500 كوچنيا مړه يا معذوره شول۔ د رپورټ له مخې دا مهال 37 لكه كوچنيان د سكول نه بهر دي۔ دوئي كښې 60 فيصده انجونې دي۔ په كال 2018 كښې د شوي تشدد له امله 700 سكولونه بند كړې شوي۔ د كال 2014 نه تر 2018 په مينځ كښې 8000 نه زيات وګړي چاؤدنو يا مائن چاؤدنو سره مخ شول په دوئي كښې 84 فيصده كوچنيان هم شامل وو۔ د آسيائي پرمختيائي بېنك تازه رپورټ له مخې د افغانستان د ټولې ودانۍ 47.5 فیصده وګړي د بې وزلۍ كرښې نه ښكته ژوند تېروي او 35 لكهو نه زيات افغان وګړي اوس هم پاكستان او نورو هېوادونو كښې د كډوالو په توګه ژوند كوي۔ د افغانستان د 2021 بشري مرستې منصوبه كښې 18 ملینه خلكو سره مرستې له 1.3 بلين ډالرو ته اړتيا وه۔ په 15 اګست د طالبانو لخوا په كابل د كنټرول نه وروسته افغانستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے۔ د امريكا له مخې افغانستان څخه 1لک 23 زره افغانان امريكا او نورو هېوادونو ته تللو لپاره كابل څخه ويستلې شوي او اوس هم لويې شمېر كسان هېواد پرېښودلو ته بې قراره دي۔ د يونيسف تازه رپورټ له مخې زياتره كسان د خوراك كمي سره مخ دي۔ اندېښنه ده چې افغانستان كښې د 5 كالو نه د كم عمر 10 لكه كوچنيان به د خوراك كمي سره مخ شي۔ عمومي سېكتر ګوترېس په خپل ټوئټر يو پوسټ كښې وئيلي چې مونږ له به نړيوالې ورورولۍ سره ودرېدل او د افغان اولس مرسته كول وي۔ بلخوا وزيراعظم عمران خان په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې د بشري حاجتونو ترسره كولو او افغانستان كښې استحكام باوري كولو ته تر ټولو لومړې پام وګرځوي۔ وزیراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوترېس سره ټېلېفوني خبرې كړي دي او دواړو لارښودو افغانستان كښې په روانه وضعه او په خاص توګه په انساني صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ده۔