د افغانستان تر ټولو لويې مني اېكسچېنج ماركيټ سرائے شهزاده د خالي په ورځ كابل كښې پرانستے شو

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) د افغانستان تر ټولو لويې مني اېكسچېنج ماركيټ سرائے شهزاده د خالي په ورځ كابل كښې پرانستے شو۔ دا خبره د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ميډيا استازو لپاره جاري كړې شوي يو بيان كښې وكړه۔ سنټرل بېنک دي افغانستان يو بيان كښې وئيلي دي چې اولس او مني اېکسچینجرز خپلې د معمول لمخې هلې ځلې پېل كولې شي۔ دا پرېكړه ماركيټ كونسل سره د مشاورت نه وروسته په متفقه توګه شوې ده۔ د بيان لمخې خلق خپلې مالي چارې د معمول لمخې يو وارې بيا پېل كولې شي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي دي چې مونږ ګرد هېواد كښې د بېنكنګ خذمات ته لا آسانۍ وركوؤ۔