پېښور ۔4 ستمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا آئي جي پوليس معظم جاه انصاري د پېښور پوليس اهلكار لپاره په سمدستي توګه د 100 زره روپو مالي مرستې اعلان كړے دے۔ د تفصيلات له مخې تېره ورځ د پېښور پوليس كانسټېبل زرين شاه په كور كښې د برېښنا شارټ سركټ له امله د لګېدلي اور په نتيجه كښې د كور ټول سامان وسوزېدو۔ څنګه چې دا پېښه د آئي جي پي په نوټس كښې راوستلې شوه نو هغه کانسټېبل زرین شاہ لپاره په سمدستي توګه د 100 روپو مالي مرسته اعلان كړه او هغه لپاره ئې د سركاري فنډز نه لا مرستې له احكامات هم جاري كړل۔ آئی جی پی په ډاګه كړه چې پوليس اهلكار د فورس قيمتي اثاثه ده او د دوئي د كوچنيانو تعليم او تربيې او خېر ښېګړې له به ټولې وسيلې كارولې شي دغسې چې هغوي د هر ډول مسئلو نه آزاد پاتې كېدو سره خپل پېشه ور فرض د اولس خذمت لپاره ترسره كړې شي۔