د انتونيو ګوټرېس افغانستان كښې د ملګرو ملتنو د روانو كارروائيو په ملاتړ كولو د پاكستان او اوو نورو هېوادونو مننه

نیویارک ۔4 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوټرېس افغانستان كښې د ملګرو ملتنو د روانو كارروائيو په ملاتړ كولو د پاكستان او اوو نورو هېوادونو مننه كولو سره دوئي بشر دوست هېوادونه ګرځولي دي۔ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو هېډكوارټرز كښې د جمعې په ورځ په باقاعده بريفنګ كښې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر وياند سټېفن دوجارك ووئيل چې د لويې بشري بحران سره افغانستان كښې د ملګرو ملتونو كارروايۍ لا هغسې روانې دي۔ عمومي سېكتر د پاکستان ، ډنمارک ، قازقستان ، شمالی مقدونیه ، پولېنډ ، قطر ، متحدہ عرب امارات او امریکا په شمول د نورو غړو هېوادونو سخاوت او مرستې زياته مننه كوي كومو چې زمونږ د انتظاماتو په روانو ساتلو كښې زمونږ ملاتړ او او مونږ سره مرسته دوامداره ساتلې ده۔ وياند زياته كړه چې افغانستان كښې د ملګرو ملتنو د بشري حقونو چارواكو خبردارې وركړې دې چې جنګ ځپلے هېواد غذائي عدم تحفظ او د غذائيت بحران سره مخ كېدونكے دے۔ نزدې 12 ملینه نه زيات افغانان سخت غذائي عدم تحفظ سره مخ دي او اندېښنه ده چې اوچ كالۍ سره به ددوئي صورتحال لا ناوړه شي۔ هغه ووئيل ملګرو ملتونو 5.5 ملیننه نه زياتو كسانو سره د خوراك او معاش ترلاسه كولو كښې مرسته كړې ده كومو كښې چې زياتره خلق د اوچ كالۍ ځپلې سيمو كښې دي او له دې نه زيات نور ضرورت مند دي۔ هغه ووئيل د افغانستان د 2021 انسانی امدادی منصوبه ، په كومه كښې چې د 18 ملینه نه زياتو كسانو سره مرستې له 1.3 بلین ډالر ته اړتيا ده ٬ 40 فيصد فنډ دے او خساره د 766 ملین ډالره پاتې ده