انقرہ۔4 ستمبر(اے پی پی) په تركيه كښې د ټرېن او بس ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 6 نور ژوبل شوي دي۔ د ترك ابلاغ ذريعو لمخې د تركيه اېرګيني سيمه كښې يو مال ګاډې د فېكټرۍ د مزدورانو يو مني بس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او 6 نور ژوبل شول۔ پېښه كښې مړه او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په كال 2018 كښې هم يوه د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوې وه كومه كښې چې د يو مسافر ټرېن پاټلۍ څخه د كوزېدو په نتيجه كښې 25 كسان مړه شوي وو