اسلام آباد۔4ستمبر(اے پی پی) طالبانو وئيلي دي افغانستان كښې به نوے حكومت ډېر زر جوړ شي۔ د طالبانو وياند پي ټي وي ته ووئيل چې هېواد كښې به نوے حكومت ډېر زر جوړ شي او په دې اړه به ډېر زر اعلان وكړؤ۔ د نوي حكومت تفصيلات به ډېر زر رامخې ته كړؤ۔ هغه ووئيل د حكومت په جوړولو كښې تاخير نه دے شوے۔ طالبانو تېره جمعه د نوي حكومت حوالې سره كومه نېټه نه وه اعلان كړې او په دې اړه د ميډيا راپورونه مصدقه نه وو۔ وياند ووئيل تاريخ يا وخت مو نه مخكښې اعلان كړے ؤ او نه اوس كوم حتمي ورځ يا وخت ښودلې شؤ۔ په دې مهال د طالبانو مرستيال وياند بلال كريمي ووئيل په قطبي افغانستان كښې د پنج شېر ختځيې سيمې اوس د طالبانو تر كنټرول لاندې دي۔ هغه ووئيل طالبانو تر ټولو لويه ضلع پريان كښې امن په ځائې كړې دې او د وسلې لويې مقدار ئې خپله قبضه كښې اخستې دې۔ هغه ووئيل د وادۍ لوئيديزه سيمه شوتل ضلع مخكښې نه د طالبانو تر قبضې لاندې وه۔ د مرستيال وياند لمخې وادي په مجموعي توګه د طالبانو په سخته محاصره كښې ده ٬ مخالفين سخت زيان سره مخ او طالبان محفوظ دي۔