ملګري ملتونه 03 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو نائب خاص استازي او هيومنټيريئن كوآرډينيټر رميز الاكبروف خبردارې وركړې دې چې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د خوراك څښاك د څيزونو ذخيره د روانې مياشت تر پائې ختمېدې شي٬ دې لپاره د خوراك څښاك څيزونو لپاره 20 كروړه ډالرو ته اړتيا ده۔ ده افغانستان څخه د وېډيو لنك د لارې د نيويارك نمائندګانو سره په خبرو كښې ووئيل افغانستان كښې د خوراك څښاك څيزونو له بشپړه ستړې روانې دي او پاكستان په دې سنګين صورتحال كښې بشپړه مرسته كوي او بله دا چې اسلام آباد په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې كولو مشن مركز جوړ شوې دې۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د اسلام آباد د سړك د لارې 600 مېټرك ټن خوراكي توګي افغانستان ته رسولې دي په دې مونږ د پاكستان مننه كوٶ او پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن افغانستان كښې ضرورت مندو ته داروګان وركول پېل كړې دي او د افغانستان مزار شريف ښار كښې كوزېدونكې دا لومړې پرواز دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو دوه لوے غړو هېوادونو افغانستان له د مالي مرستې عنديه وركړې ده كومه چې اوس لږه ده په دې لړ كښې مونږ د نړيوالې ورورولۍ لخوا په پراخه كچه ستړو او شموليت ته اړتيا لرؤ