كابل 03 ستمبر (اے پي پي) امارت اسلاميه افغانستان د پنجشېر ولايت په شټل ولسوالۍ قبضه كړې دې۔ د افغان خبر رسنې ادارې خامه پرېس له مخې د امارت اسلاميه د كلتور او اطلاعاتو لنډمهاله وزير او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي يوولس پوستې هم اخستې شوې دي او د 30 نه زيات مزاحمت كار وژلې شوې دي۔ بلكوا د ادارې لهم خې د طالبانو لخوا د غېر مصدقه رپورټس له مخې د ولايت په پريان او اونابا ولسوالو هم كنټرول ترلاسه كړې شوې دې۔ د يادونې وړ ده چې په پنجشېر ولايت كښې د مزاحمت كارو او طالبانو ترمېنځه د نښتې څلورمه ورځ ده۔ د مزاحمت كارو وياند فهيم دشتي په يو صوتي كلپ كښې په شټل ولسوالۍ د قبصې ترديد كړې دې او په ولسوالۍ كښې ئې طالبان جنګيالې په شا د تنبولو ادعا كړې ده۔ په پنجشېر ولايت كښې د امن مذاكراتو د ناكامۍ نه پس د متحارب ډلو ترمېنځه سختنې نښتې روانې دي