نوې حكومت جوړولو لپاره د مشاورت لړۍ روانه ده، پاكستان سره نزدې سياسي، تجارتي او سفارتي اړيكې غواړو،د افغانستان لخوا پاكستان ته هېڅ ډول خطر نشته٬ د اسلامي امارات افغانستان وياند ذبيح الله مجاهد كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې وېنا

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د اسلامي امارات افغانستان وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې نوے حكومت جوړولو لپاره د مشاورت لړۍ روانه ده۔ پاكستان سره نزدې سياسي، تجارتي او سفارتي اړيكې غواړو، د افغانستان لخوا پاكستان ته هېڅ قسم خطر نشته٬ مېنځنۍ آسيا څخه د ګاز پائپ لائن او د برېښنا ترسيل په منصوبو كښې به معاونت كوٶ٬ د سي پېك منصوبې د پاكستان پشمول افغانانو لپاره هم اهمې دي،د منصوبې تر افغانستان د پراختيا به هركلے كوٶ۔ د جمعې په ورځ د پاك افغان يوتھ فورم تر سېوري لاندې كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې د اسلامي امارات افغانستان وياند ذبيح الله مجاهد د افغان اولس پحقله د پاكستان د اوږدې مودې د خدماتو ستائنه وكړه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې پاكستان به د امن په هڅو او په دوه اړخيزه تجارت زياتولو كښې د افغان اولس مرسته وكړي٬ افغانان پاكستان سره نزدې سياسي٬ تجارتي او سفارتي اړيكې غواړي۔ وياند ووئيل افغانان د څو لسيزو راهسې جاري جنګ څخه ستړې شوې دي او اوس ھغوي په سوله ايزه توګه پاتې كېدل غواړي۔ ده ووئيل زمونږ د نوي حكومت تشكيل لپاره د مشاورت لړۍ روانه ده۔ ده ووئيل دلته نوې نظام جوړېدونكې دې٬ مونږ دا مهال يو شمېر مسئلو سره مخ يو ٬ چې پكښې د صحت٬ تګ راتګ او تجارت مسئلې سرفهرست دي٬ په دې كښې د پاكستان لخوا معاونت ته اړتيا ده٬ هيله لرو چې پاكستان به د دې مسئلو په هواري كښې مرسته وكړي۔ وياند باور وركړو چې زمونږ لخوا پاكستان ته هېڅ خطر نشته۔ اسلامي امارت د پاكستان پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړې او ښو اړيكو لپاره به كار كوي۔ د دې نه وروسته په افغانستان كښې د ممكنه انساني بحران مخنيوي په غرض د پېنل بحث په مهال د افغانستان حسن مبارك عزيزي ووئيل د طالبانو راتګ نه پس په لويه شمېره ډاكټر، انجينئرز، استاذانو او كاروباريانو هېواد پرېښودلے دے چې ورسره يوه خلاء پېدا شوې ده٬ د امريكې وتلو نه پس افغانستان دا مهال د خوراك ٬صحت او معيشت بحرانونو سره مخ دے ٬ د پاكستان پشمول نړيوالې ورورولۍ څخه په بشري بنيادنونو مرستې ته اړتيا لري او او په دې لړ كښې پاكستان اهم كردار لوبولې شي۔ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه ورورولي ده۔ د افغانستان عبيد الله آغا ووئيل د طالبانو ټېك اوور سره اګرچه قتل و غارت ختم شوے دے خو تعليم او معيشت په خرابه توګه آغېزمن شوے۔ د تركيه د هلال احمر ابراهيم كارلوس ووئيل اګرچه دا مهال د نړۍ پام د كرونا مخنيوي پلو دے خو نړيواله ورورولۍ باور كړې دې چې افغانستان كښې د بشري بحران مخنيوي كښې به بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل دا مهال د زرګونو په شمېر بې كوره شوي بهر ته روان افغانان د خوراك ٬ پناه ځايونو او د صحت آسانيو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو څو لسيزو راهسې د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كوي كومه چې د ستائنې وړ خبره ده۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي دې دا ځل افغانستان ځانله نه پرېږدي۔ افغانستان كښې د پاكستان سفير منصور علي خان د وېډيو لنك د لارې خپله وېنا كښې د افغانستان صورتحال پحقله ووئيل چې اوس امنيتي صورتحال بهتر دے٬ د كابل هوائي مېدان څخه هنګامي پروازونه پېل شوې دي٬ د قطر او تركيه ډلې كابل ته رارسېدلې دي او ډېر زر به د كابل هوائي مېدان فعاله كړې شي۔ ده ووئيل د پنجشېر مسئلې حل كولو له هم ستړې روانې دي۔ ده ووئيل د روسيه، چين، پاكستان او تركيه پشمول د يو شمېر هېوادونو سفارتخانې اوس هم په كابل كښې كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان د بشري بحران په مخنيوي كښې بشپړه مرسته كوي۔ په نورو مقررينو كښې پخوانے سفير سيد ابرار حسېن، ډاكټر طلعت شبير، سيد محمد علي او پخوانې سفير آصف دراني شامل وو