کراچۍ۔3 ستمبر(اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د فټ بال ايونت آرګنائزر دوه كسيزه پلاوي د ګلوبل سوكر وېنچرز سي اي او محمد زابے خان او ډائرېكټر ګورنمنټ ریلېشنز شېکوہ صفوی ګورنرهاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جمعې په ورځ د جاري شوې اعلاميې لمخې ملاقات كښې په راروان مجوزه پاكستان فټ بال ليګ (پي اېف اېل) د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پلاوي د سندھ ګورنر ته ووئيل چې پاكستان فټ بال ليګ به ګرده منطقه كښې يو لويې پېشه ور فټ بال ليګ ثابت شي او دا به د انګلش پریمیئر لیګ (ای پی اېل) په ډول كولے شي۔ هغه زياته كړه چې پاکستان فټ بال لیګ كښې شموليت له د نړۍ نوموړو فټ بالرز سره خبرې روانې دي۔ پلاوي ووئيل چې مجوزه پي اېف به د راروان كال مارچ مياشت كښې پېل كړے شي۔ ګورنر د سندھ فټ بال ايونټ آر ګنائزر هڅې وستائلې او باور ئې وركړو چې وفاقي حكومت به دوئي سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ګورنر ووئيل پاكستانې اولس لوبو سره مينه او داسې ايونټس كښې ژوره خوښي لري۔