مېكسيكو-ټرافېكي پېښه٬ 16 كسان مړه او 22 ژوبل

مېكسيكو سټي03 ستمبر(اے پی پی)د مېكسيكو شمالي رياست سونويتا په سان لوئس ريو كولوراډو هائي وے د مسافرو بس د بل پلو څخه راروان ټرالر سره د ټكر كېدو په نتيجه كښې 16 كسان مړه او 22 ژوبل شوي۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې د سونورا اټارني جنرل دفتر چارواكو ووئيل دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوې وه كله چې يو بس د تندرفتارۍ له امله د بل پلو راروان ټرالر سره ټكرشو چې په نتيجه كښې يې 16 كسان مړه او 22 ژوبل شوي۔د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره رېسكيو ډلې د پېښې ځاے ته رسېدلي او مړه او ژوبل كسان يې نزدې روغتون ته رسولي دي ۔