ايران كښې ټرافېكي پېښه 14 كسان مړه٬ 8 ژوبل

تهران03 ستمبر(اے پی پی)ايران كښې يو بس كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې يې 14 كسان مړه او 8 ژوبل شوي۔د ايران خبر رسنې ادارې له مخې بس د كردستان ولايت ماريون سيمې څخه كامياران ته روان ؤ ۔پوليس چارواكو ووئيل پېښه د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې٬په پېښه كښې 14 كسان مړه او 8 ژوبل شوي۔رېسكيو ډلې مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولي۔په ژوبل كسانو كښې د يو كس حالت اندېښمن دے۔دوي ووئيل زياتره پېښې د ډرائيورانو د بې غورۍ له امله رامخې ته كېږي۔