افغان فلمسازه صحرا کریمی به په وینس فلم فیسټیول كښې ګډون كوي

کېف 03 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان فلم جوړونكې صحرا کریمی به په وینس فلم فیسټیول كښې ګډون كوي۔ د عرب ميډيا له مخې صحرا کریمي د يوكرائن ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل زه به په وينس فلم پېنل كښې ګډون كوم او د هېواد د صورتحال پحقله به خبره كوم۔ دې ووئيل زه تېره اونۍد كابل نه د خپلې كورنۍ سره يوكرائن ته رارسېدلے يم۔ د ياونې وړ ده وینس فلم فیسټیول د يو پېنل اعلان كړے۔ د كومې په غونډه كښې چې بهافغان هنرمندان او فلم ساز محفوظ مقام ته په منتقل كولو٬ دوي ته د سياسي كډوالو درجه وركولو او دوي ته د هېواد پرېښودو اجازې سره سره اروپا ته په رسېدو د دوي د آباد كارۍ په مرسته خبرې كېږي۔