
ملګري ملتونه 02 ستمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د ملګرو ملتونو دوهم خاص استازي او هيومينيټيريئن كوآرډينيټر رميز الاكبروف خبردارے وركړے چې په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د خوراك څښاك د څيزونو ذخيره د روانې مياشت تر پائې ختمېدې شي٬ دې لپاره د خوراك څښاك څيزونو لپاره 20 كروړه ډالرو ته اړتيا ده۔ ده افغانستان څخه د وېډيو لنك د لارې د نيويارك نمائندګانو سره په خبرو كښې ووئيل افغانستان كښې د خوراك څښاك څيزونو باوري كولو له هڅی روانې دي او پاكستان په دې سنګين صورتحال كښې بشپړه مرسته كوي٬ بله دا چې اسلام آباد افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د بشري مرستې وركولو د مشن مركز جوړ شوے ۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو د اسلام آباد نه د سړك د لارې 600 مېټرك ټن خوراكي څيزونه افغانستان ته رسولي ٬ په دې مونږ د پاكستان مننه كوٶ او پاكستان انټرنېشنل ايئر لائن افغانستان كښې ضرورت مندو ته داروګان وركول پېل كړي٬ د افغانستان مزار شريف ښار كښې لېنډ كوونكے دا وړومبے پرواز دے۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو دوه لويو غړو هېوادونو افغانستان له د مالي مرستې عنديه وركړې كومه چې اوس لږه ده ٬ په دې لړ كښې مونږ له د نړيوالې ورورولۍ لخوا په پراخه كچه هلو ځلو او شموليت ته اړتيا ده