د حريت لارښود سيد علي ګېلاني په مړينه د كشميري وروڼو په غم كښې يو برابر شريك يو۔د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا

كوئټه 02 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان وزيراعظم عمران خان د سوګ اعلان له مخې په ګورنر هاؤس كوئټه كښې هم د كشميري لارښود سيد علي ګېلاني په مړينه قامي بېرغ ټېټ دے۔ د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د سيد علي رضا ګېلاني په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي په كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د ارواښاد د قدر وړ خذمات ټول عمري ياد ساتلې شي۔هغه ووئيل د سيد علي ګېلاني په مړينه د بلوچستان اولس د ټولو كشميري وروڼو په غم كښې يو برابر شريك دے۔د هغه وېنا به چې دا ضروري ده چې د نړيوالې ورورولۍ پام د كشمير مسئلې پلو وګرځولې شي۔ او نړيواله رائې د دوئي په حق كښې وكارولې شي۔ د بلوچستان ګورنر ارواښاد سيد علي ګېلاني لپاره د لوړو درجو دعا او د هغه كورنۍ سره د غمرازۍ او يو والي څرګندونه وكړه۔